Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لویه څارنوالۍ: لوګر کې د جنسي ځورونې په تور ۱۸تنه پېژندل شوي

لویه څارنوالۍ وايي چې په لوګر کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي ځورونې په تور ۱۸ تنه پېژندل شوي چې له دې ډلې ۷ تنه یې نیول شوي دي.

دغه بنسټ همدارنګه وايي چې د دوه تورنو دوسیه محکمې ته استول شوې او د نورو تورنو دوسیې به هم محکمې ته واستول شي.

دا اداره وایي چې دا تورن کسان د پوهنې له اډانې بهر دي خو څېړنې تر اوسه پای ته نه دي رسېدلي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«اوه تنه یې نیول شوي او څېړنې یې د پلاوي له خوا بشپړې شوي، د ۱۱ تنو نور د نیولو حکم هم د پلاوي له حوا صادر شوی او داسې مورد چې د پوهنې د منصوب له خوا شوی وي تراوسه د ګومارل شوي پلاوي لاس ته نه دی ورغلی.»

بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وایي چې دغه بنسټ په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې د تورونو په تړاو اثبات کوونکي ثبوتونه او شواهد تر لاسه کړي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د څارنې د برخې مسوول بهزاد حکاک څرګنده کړه:«د کمېسیون لومړنۍ څېړنې ښيي چې په لوګر کې د جنسي ځورونې پېښې لیدل کېږي خو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون څېړنې بشپړې شوې نه دي.»

بل خوا دوه ورځې وړاندې د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي او هغه کس چې په دغه ولایت کې یې د لسګونه ماشومانو او تنکیو ځوانانو له جنسي ځورونې پرده پورته کړې وه؛ د هغه څه له امله چې امنیتي ننګونې بلل کېږي؛ له افغانستان نه د لنډمهال لپاره تللي دي.

د پوهنتون استاده شهلا فرید وايي:«د مدني ټولنې بنسټونو د بشري حقونو د ملاتړ همدغې تګلارې په کارونې سره له ښاغلي محمودي ملاتړ کړی او یقیناً چې ښاغلی محمودي د یوې لنډې مودې لپاره افغانستان پرېښی دی.»

موسی محمودي په لوګر کې د ځينو ښوونځيو د زده کوونکو په ګډون د لسګونه ماشومانو او تنکیو ځوانونو له جنسي ځورونې پرده پورته کړه؛ خو نوموړی د ملي امنیت له لوري ونیول شو او له فشارونو وروسته بېرته خوشي کړای شو.

لویه څارنوالي په لوګر کې د ماشومانو د جنسی ځورونو د تورونو په څېړلو کې د پرمختګونو خبره کوي او وایي چې تر اوسه ددغو تورونو په تړاو اتلس تنه تورن شوي دي.

شریک یي کړئ