Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لویې جرګې په اړه غرګونونه؛ 'د تېرو جرګو پرېکړې پلې شوې نه دي'

د سولې مشورتي جرګې ګډون کوونکي چې له دې مخکې یې هم په دا شان جرګو کې د ګډون تجربه لرلې ده، ټينګار کوي چې باید د دغو جرګو پرېکړې عملي شي او همدارنګه د سولې بهیر کې لاسته راوړنې خوندي شي.

هغوی وايي چې د تېر کال په مشورتي جرګه کې، په هېواد کې د اوربند غوښتنې وې، خو دا غوښتنې عملي نه شوې.

په مشروطه توګه د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول، د دغې جرګې د ګډون کوونکو له اصلي غوښتنو څخه دي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې ګډونواله ماریا رهین چې د بلخ پوهنتون استاده هم ده وايي:«دا ۴۰۰ تنه چ*ې پاتې دي، له ځينې اړخه شونې ده چې پر دوی حق العبد وي، شونې ده چې دوی ډېر جاني کسان وي؛ خو د هغو ۴۶۰۰ تنو نورو هم څوک ضمانت نه شي کولای چې هغوی ډېر پاک او صاف خلک دي.»

د سولې د مشورتي لویې جرګې بل ګډونوال صفي ‌گُل محمدي چې له بغلان ولایت څخه راغلی دی هغه هم وویل:«هغه نظریات چې موږ پروسږکال مطرحه کړې وې چې باید طالبان اوربند وکړي چې سوله راشي؛ خو کوم اقدام ونه شو.»

د سولې مشورتي لویه جرګه چې تېره ورځ پیل شوه، د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو او نه ازادولو په اړه جوړه شوه - هغه بندیان چې حکومت وايي د جنايي، قتل، غلا او انسان تښتونې جرمونو په دلیل واک نه لري جرګه د هغوی په اړه پرېکړه وکړ.

د دغې جرګې رییس عبدالله عبدالله نن وویل چې د دغې جرګې هېڅ کمېتې د دغو بندیانو له ازادولو سره مخالفت نه دی ښودلی، خو په دې شرط هغوی ضمانت واخیستل شي.

بل خوا د دې جرګې ځينې ګډونوال تر دې وړاندې په نورو جرګو کې هم د ګډون تجربه لري؛ د طالب بندیانو پر مشروط خوشي کېدو او د حکومت له لوري په محتاطانه ټول د سولې بهیر پر پېلولو ټينګار کوي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې ګډونوال میرحیدر نظري څرګندوي:«د افغانستان اسلامي جمهوري نوم دې خوندي! د ښځو او سړیو حقوق باید خوندي وي! زموږ د اتلسو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي وي! په کمېټو په دې اړه پرېکړې وشوې.»

د سولې د مشورتي لویې جرګې ګډونواله منیژه رامزي هم وايي:«ډېری غړي او کمېټې په دې باور وو او افغانستان کې یوې تلپاتې سولې او ارامښت ته رسېدل، د بندیانو ازادولو ته مثبت لیدلوری درلود.» 

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي چې له څو ورځو راهیسې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو ځای ته د ورغلو سړکونو د تړل کېدو له امله د تګ راتګ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ په هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې د دې جرګې  اغېزمنتیا ته سترګې پر لار دي.

د کابل د اتمې ناحیې د ښځو د ټولنې رییسه زلیخا فضل وايي:«دومره لار چې راغلې یم د دغې لارې لس برابره هم که راغلې وم، که چېرې د سولې په اړه وي راځم! هېڅ ستونزه نشته؛ خو په دې شرط چې د خلکو په رایو کې معامله ونه شي.»

په وروستیو څه باندې شپږو کلونو کې دا دویمه مشورتي لویه جرګه ده چې د سولې په برخه کې جوړېږي.

په لومړۍ جرګه کې چې د پروسږکال په غويي میاشت کې وشوه؛ شاوخوا درې زرو دوه سوه ګډونوالو؛ د یوې درویشت مادیز پرېکړه لیک په صادرولو سره له طالبانو سره د مذاکراتو د چوکاټ پر ټاکلو او په هېواد کې د سولې د لار د نقشې پرترسیمولو ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ