Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوېدیځه حوزه کې څه باندې زر تنو د ملي پوځ لیکو ته نوم لیکنه کړې

د هېواد په لوېدیځه حوزه کې څه باندې زر تنو له ملي پوځ سره د پیوستون لپاره نوم‎لیکنه کړې ده. دغه ځوانان وايي چې د طالبانو د ظلم او د هېواد د دفاع په پار له ملي پوځ سره یوځای کېږي.

په ورته وخت کې د هېواد په لوېدیځ کې پوځي چارواکي وايي چې د امنیت په تامین او د ترهګرو په ځپلو کې د دغو تازه دمو ځواکونو ونډه ډېره مهمه ده.

ټاکل شوې ده چې دغه ځواکونه لومړی پوځي زده‎کړې ترسره او وروسته سنګرونو ته ولاړ شي.

د ملي پوځ سرتېری سراج الدین په دې اړه وویل:«موږ د دې لپاره له ملي اردو سره یوځای شو، څو هغه دښمنان چې موخه یې د هېوادوالو وژل او د هېواد ورانول دي، په وړاندې یې مبارزه وکړو.» 

د ملي اردو سرتېری کفایت الله هم وايي:«د هېواد د دفاع او خدمت په پار له ملي پوځ سره یوځای شوی یم.»

دا پوځیان سخته لاره په مخکې لري، د هېواد په لوېدیځ کې پوځي چارواکي وايي سږ کال طالبان د څو ولسوالیو د نیولو نیت لري خو ټینګار کوي افغان ځواکونه به د دغو بریدونو مخه ونیسي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري په دې اړه څرګنده کړه:«دښمن پلان لري چې لارې وتړي، پل او پلچک والوزي، زموږ او تاسو روغتونونه والوزي، خو انشاالله خپلې هیلې ته به ونه رسېږي. څو ورځې مخکې هغه جګړه چې په بادغیس کې وه ټوله سیمه د امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندې ده. هېڅ ستونزه نشته.»

دغه پوځیان لومړی د اړتیا وړ پوځي زده کړه کوي او وروسته د جګړې ډګرونو ته ورځي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان د روزنیز کنډک قوماندان ډګروال نذیراحمد سالک وویل:«مو څه باندې زر تنو ته عسکري ښوونه او روزنه ورکوو، چې محاربوي تعلیمات، تکتیک، انداخت او تول هغه مضمونونه چې په جګړې او محاربې پورې اړوند دي او کابو ۱۲ اوونۍ تعلیمات به د هرات په تعلیمي مرکز کې ترسره کړي.»

د هېواد په لوېدیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي د ملي اردو له لیکو سره د ځوانانو یو ځای کېدو ته لېوالتیا زیاته شوې ده.

د هغه په وینا په تېر یوه کال کې د هېواد په لوېدیځ کې کابو درې زره تنه ملي پوځ کې شامل شوي دي.

د هېواد په لوېدیځ کې پوځي چارواکي وايي چې په تېر یوه کال کې د هېواد په لوېدیځ کې کابو درې زره تنه له ملي پوځ سره یوځای شوي دي.

شریک یي کړئ