Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لیک لوست؛د ننګرهار ښوونځیو کې د نجونو زده کوونکو ۱۰ سلنه زیاتوالی

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست، د دغه ولایت په ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو له زیاتوالي خوښ دي او راتلوونکي ته هیله‎من برېښي.

د یاد ویاد د ریاست د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې هغه نجونې چې ښوونځیو ته ځي په شمېر کې یې لس سلنه ډېروالی راغلی. چې اوس ټول ټال ۲۵۰ زره اجونې په دې ولایت کې ښوونځیو ته ځي.

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري په دې اړه وویل:«په ننګرهار کې ۸۰۰ زره زده کوونکي ښوونځيو ته ځي چې له دې ډلې ۲۵۰ زره یې نجونې دي چې ۳۰ سلنه جوړوي. سږکال د هغو نجونو شمېر چې تازه ښوونځیو ته ځي ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.»

هم مهاله یو شمېر زده کوونکې هم مني چې پر وړاندې تر ډېره کلتوري محدودیتونه را کم شوي دي او له همدې کبله اوس ډېری نجونې ښوونځیو ترڅنګ پوهنتونونو ته هم پرېښودل کېږي.

د ننګرهار په یوې ښوونځي کې زده کوونکې نظیفه وايي:«له دې مخکې نجونې ډېرې ښوونځي ته نه تلې، خو اوس زیاتوالی موندلی او کمې نجونې نالوستې دي.»

بله زده کوونکې نګینه رباني هم وویل:«ځينې عنعنې او دودونه وو چې د هغه پر بنسټ خلکو دا شرم ګڼه، او نجونو ته یې اجازه نه ورکوله خو اوس له نېکه مرغه دا تر یوه حده کم شوي دي..»                        خو په لرې پرتو سیمو کې لا هم د نجونو د زده کړو پر وړاندې کلتوري محدودیتونه او ښوونځیو کې د اسانتیاوو نشتون لویې ننګوونې بلل کېږي.

لیکوال او مدني فعال نقیب احمد اتل په دې اړه څرګنده کړه:«په ځينو سیمو کې ننګونې شته، ځينې کلتوري محدودیتونه لا هم شته چې په اړه یې عامه پوهاوی نه دی شوی. »

د ننګرهار د پوهنې ریاست د مالوماتې له مخې په دې ولایت کې سږ کال ښوونځیو ته د انجونو د تګ په برخه کې لس سلنه ډېروالی راغلی دی چې له دې سره اوس ۲۵۰ زره انجونې په دې ولایت کې ښوونځیو ته ځي.

په ننګرهار کې شاوخوا ۹۰۰ ښوونځي دي چې تر نیمایي ډېر یې ودانۍ نه لري. د نجونو ښوونځي هم له ستونزو سره مخ دي چې د جلال اباد ښار په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې ان نجونې هم تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
 
شریک یي کړئ