Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مالیزیايي جوړه د بایسکل په مرسته افغانستان ته راغله

مالیزیايي مسلمان ښځه او مېړه د بایسکل په مرسته افغانستان ته راغلي او غواړي چې د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي.

دغه جوړه له خپلو دوو نورو ملګرو سره اوس په کابل کې اوسیږي او وایي چې د حیرتانو له لارې افغانستان ته را ننوتل او د بلخ ولایت تاریخې سیمو څخه یې هم لیدنه کړي.

دوی وایي دغه سفریې کابو لس میاشتي وړاندې د اسلامي کلتور د پاتې شونو د انځورکولو په موخه پیل کړ.

دوی ۱۰ کیلومټره لاره د بایسکل، بس او اورګاډي له لارې کچ کړې ده.

اوس داسې هېواد ته رسیدلي دي چې خلک يې د ورځې لخوا د ترهګر ګواښي او د شپې لخوا آن جوماتونه د نا امنې له امله تړلي وي.

مالیزیایۍ نور عادله وايي:«د مالیزیايي مسلمان په توګه، موږ ښځې کولی شو جوماتونو ته ورشو، هر بل ځایته چې مو غوښتي وي کولای شو لاړ شو. موږ په سفر کې ولیدل چې په ځینو هیوادونوکې د ښځو لپاره شرایط ډیر ستونزمن وو. کله چې چیرته ځي باید یو ساتونکی ولري باید څوک ېې ملتیا وکړي.»

 احمد نور عادله او د هغوې دوه مله کسان د ایران د ویزې د ترلاسه کولو په انتظار دي، هغوې غواړي له هراته د بایسکل په وسیله ایران ته سفر وکړي او له هغه وروسته مکې مکرمې ته لاړ شي.

 هغوې له مالیزیا، تایلند، مینمار، نیپال، هند، پاکستان، چین، قرغیزستان، قزاقستان ازبیکستان او افغانستان ته سفر کړی.

دغه جوړه له خپلو دوو نورو ملګرو سره اوس په کابل کې اوسیږي او وایي چې د حیرتانو له لارې افغانستان ته را ننوتل او د بلخ ولایت تاریخې سیمو څخه یې هم لیدنه کړي

شریک یي کړئ