Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ماین چاودنه کې د ننګرهار ولایتي شورا غړي ژوند له لاسه ورکړ

د ننګرهار ولایت سیمه‎ییز چارواکي نن(دوشنبې د غويي۱۱مه) وايي چې د ولایتي شورا غړی، افتخار محمد د سرک غاړې ماین چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې پېښه کې د ښاغي افتخار یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوگیانی څرګندوي:«د ماین چاودنه کې د ده یو ساتونکي ژوند له لاسه ورکړی او بل یې ټپي دی.»

ښاغلي خوګیاني په دې اړه نور جزئيات ورنکړل.

تر اوسه پورې د طالبانو په ګډون کومې ډلې د پېښې مسوؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ښاغلي افتخار موټر له ځای پر ځای شوي ماین سره برابر شوی دی

شریک یي کړئ