Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېر کال لویدیځه حوزه کې ماین چاودنو د ۱۱۱ کسانو ژوند اخیستی

تېر کال د هېواد لویدیځه حوزه کې له درې لس‎ییزو ډېرو جګړې راپاتې خښ شویو ماینونو او ناچاوده توکو چاودنې ۱۱۱ ملکیان وژلي او له ۱۳۱ زیات یې ټپیان کړي دي.

په لویدیځو ولایتونو کې د ماین پاکۍ د انسجام اوهمغږۍ پروګرام مسوولان وايي، د ړندو ماینونو زیات قربانیان ماشومان دي.

دوی زیاتوي، زرګونه کړۍ ماینونه او پراخه اندازه چاودېدونکي توکي یې تر اوسه کشف او شنډ کړي دي، خو لا هم په لویدیځوولایتونو کې داسې سیمې شته چې د ملکیانو ژوند ته په کې ګواښ پېښ دی.

د هېواد په لوېدیځ کې د مین پاکۍ د سمون او همغږۍ پروګرام مسوولین وایي په دغه سیمه کې اتیا سلنه تر ګواښ لاندې سیمې له مینونو پاکې شوې، خو په شل سلنه برخو کې تراوسه هم مینونه او ناچادي توکي ملکي خلک ګواښي.

په لوېدیځه حوزه کې د مین پاکۍ د سمون او همغږۍ پروګرام رییس، عبدالجلیل صادق څرګندوي:« لویدیځه حوزه کې ۲۰۱۹ کال کې ۲۴۱ کسانو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو له کبله مرګ ژوبله اوښتې. اوس مهال ۴۲ کیلو متر مربع ځکه په لویدیځه حوزه کې له ماینونو نه ده پاکه شوې.»

ځيني کارپوهان وايي له مینونو د هېواد د ټولو سیمو د پاکولو لپاره د حکومت او مین پاکۍ موسسې هڅې اغیزمنې نه دي او لازیات کار ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو کارپوه، عبدالقادر کامل په دې اړه وايي:«اوس مهال هم په ۱۷۰۰ کیلو متره ځمکه په ماینونو ډکه ده او دا ښکاره کوي چې د حکومت او مرسته کوونکو هڅې د ماین پاکولو لپاره کافي نه وې او باید چې ډېرې هڅې وشي.»

بل خوا د هرات سیمه ییز چارواکي وايي د امنیتي ادارو او د مین پاکۍ موسسو د رپوټونو له مخې ددغه ولایت ټولې سیمې له مینونو پاکې شوې دي.

د هرات مرستیال والي، غلام داوود هاشمي څرګندوي:«موږ ته د رارسیدلی راپور ښیې چې ۱۳۹۷ کال کې دوی ټولې شکمنې سیمې کتلې دي، ماینونه یې پاک کړې دي او ټولې سیمې له ناچاودو توکو پاکې شوې دي.»

د هېواد په بیلابیلو سیمو کې له دیرشو کلونو وروسته اوس هم مینونه او ناچاودي توکي تر ځمکه لاندې پاتې دي چې له امله یې تر ډیره ملکي خلک په تیره بیا ماشومان قرباني کیږي.

شریک یي کړئ