کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر، پیري مایډون، د سولې په خبرو اترو کې د ښځو په ډاګیزې ونډې ټینګار کوي او وايي چې باید له پامه ونه غورځول شي.
اروپايي ټولنه باور لري چې د سولې په خبرو کې د ښځو پراخ ګډون د دغو خبرو د بري فرصت زیاتوي.
ښاغلي مایډون په دې اړه وویل:«د سولې موافقه چې ښځې د خبرو مهمه برخه وي، د هغو موافقو په پرتله چې ښځې په نه وي څلوېښت سلنه زیات د بري فرصت لري.»
د اروپايي ټولنې سفیر دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د غوايي په ۲۰ مه)په کابل کې د اروپا د ورځې لمانځلغونډه کې وکړې. هغه دا ورځ د افغان مېرمنو په نوم ولمانځله.
په دغو مراسمو کې د اروپايي ټولنې ځينې چارواکو، حکومتي مسوولینو او همدارنګه ښځو ګډون کړی وو.
په د لړ کې د اروپايي ټولنې د اسیا پاسفیک مرستیال پالاو پمپلوني له افغان مېرمنو د اروپايي ټولنې پر مالي او سیاسي ملاتړ ټينګار کوي.
ښاغلي پمپلوني په دې اړه وویل:«موږ له افغان مېرمنو خپل پیاوړي ملاتړ ته دوام ورکوو، ویلای شو چې دا موضوع له افغانستان سره د اروپا د اړیکو مهم عنصر دی، زموږ ملاتړ یوازې مالي ملاتړ نه دی بلکې کلک سیاسي ملاتړ هم دی.»
دا په داسې حال کې ده چې له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د راکاږلو لپاره د امریکا هڅې روانې دي له طالب استازو سره د زلمي خلیلزاد د خبرو اترو شپږم پړاو له نهو ورځو وروسته پای تېره ورځ ماښام پای ته ورسېدې.
د چهارشنبې په ورځ کله چې زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره پر خبرو اترو بوخت و، طالب بریدګرو د «کونټر پارټ دفتر» چې په امریکا پورې اړوند دی کابل کې په نښه کړ. په دغه پېښه کې ۹ تنه ووژل شول او څه باندې شل تنه نور ټپيان شول.
په دې لړ کې د تاوتریخوالي د دوام او د طالبانو د بریدونو غندنه کېږي.
د ښځو چارو وزارت مرستیاله نبیله مصلح وايي:«د روژې په مبارکه میاشت کې پر کونټرپارټ بنسټ برید یو ځل بیا د ورانۍ او د بې ګناه خلکو د مرګ ژوبلې لامل شو او دا برید د داسې ترهګرې ډلې ظلم ښيي چې موږ له هغوی سره د معاملې په حال کې یو.»
د سولې د خبرو له پراختیا سره په یو وخت د هېواد مېرمنې د سولې په خبرو کې خپله ونډه بسندویه نه بولي او همداراز د تېرې څه دپاسه یوې لسیزې بریاوو د له لاسه وتلو په اړه اندېښنه لري.