Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محب: خلیلزاد د دوو بهرنیو استادانو ازادولو لپاره کابل ته راغلی و

د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب وايي کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو استازي، زلمي خلیزاد  سفر د حقاني ډلې په ولکه کې د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په تړاو وو.

‎محب چې نن(سې شنبې د لړم په۷مه نېټه) کابل کې خبري ناستې پرمهال د ولسمشر لخوا د سولې اووه پړاویزې طرحې په اړه یې مالومات ورکوول زیاته کړه چې خلیلزاد له حکومت سره د سولې  خبرو په تړاو بحث نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړه:« د زلمي خلیلزاد سفر د سولې په تړاو نه وو، بلکې د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په تړاو وو، د سولې په تړاو خبرې نه دي شوي او امریکایان د دغو استادانو د خوشې کولو لپاره له موږه مرسته وغوښته.»

د امریکايي پوهنتون دوه استادان۲۰۱۶ زیږدیز کال کې کابل کې وتښتول شول او تر اوسه د دغې ډلې په بند کې دي.

په همدې حال کې د افغانستان حکومت وايي چې د تښتول شویو استادانو د خوشې کولو په هڅه کې دي.

ښاغلی محب په دې اړه څرګندوي:«دغه استادان پر موږ حق لري، ځکه چې زموږ ځوانانو ته یې زده کړې ورکولې. موږ په دې برخه کې همکاریو ته چمتو یوو. دوی باید خوشې شي او په دې برخه کې کار دوام لري.»

خو ښاغلي محب د دغو استادانو د خوشې کولو په تړاو د افغانستان حکومت د همکاریو څرنګوالي په تړاو جزئیات ورنکړل.

نوموړي همداراز د ولسمشر لخوا د سولې اووه پړاویزې طرحې په تړاو وویل چې حکومت د یادې طرحې د پلې کولو لپاره چمتووالی نیسي او خلک هم حق لري چې په اړه یې مالومات ورکړي.

هغه زیاته کړه:«حکومت یوه جامع طرحه وړاندې کړې ده او د پلې کولو لپاره یې چمتو دی او په دې برخه کې د ملي او نړیوالې اجماع په تړاو کار روان دی.»

د ملي امنیت شورا سلاکار څرګندوي، مخکې له دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې وشي، د افغانستان حکومت به د امریکا او ناټو سره په راتلونکې کې د همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړي.

ښاغلی محب بیانوي:«د حکومت لخوا د سولې جوړه شوې طرحه له امریکا او نورو هېوادونو سره هم شریکه شوې او د امریکا لومړی لید منفي نه وو او اروپايي هېوادونو ترې هرکلی کړی دی.»

محب همداراز زیاته کړې ده چې نړۍ ته دا روښانه ده چې طالبان د هېڅ هېواد له ملاتړه پرته نشي کولی جګړې ته دوام ورکړي او همداراز باید له پاکستان سره خپلو پټو اړیکو په تړاو باید رڼا واچوي، چې تر اوسه یې داسې کار نه دی کړی.

هغه وايي:«موږ غواړو چې طالبان له نورو هېوادونو او استخباراتي ډلو سره خپرې اړیکې پرې کړي. دوی باید دا اړیکې روښانه کړي او یومیاشتنی اوربند ومني چې دا ډله پر جګړې اداره لري او وروسته له دې به حکومت ورسره مذاکرات پیل کړي.»

د ملي امنیت سلاکار څرګندوي موږ دې پایلې ته رسېدلي یوو چې طالبان یو لاس نه دي او یو شمېر قومندانان یې له داعش سره یوځای شوي دي، دوی باید اول ځان ثابت کړي چې دوی خپل یووالی لري، بیا به خبرو ته سره کینو.

محب وايي چې د سولې هوکړې لاسلیک کې باید د سیمې هېوادونه موافق ووسي او که داسې ونه شي«افغانستان کې به جګړه دوام وکړي.»

محب د خپلو خبرو په بله برخه کې وايي چې زموږ روښانه هدف دا دی چې موږ له پاکستانه د سولې په تړاو روښانه تضمین واخلو دا چې نور به لاسوهنې نه کوي، ځکه ټول پوهیږي چې طالبان د پاکستان لاس پوڅي دي.

د ملي امنیت سلاکارهمداراز ټینګار کوي چې په وروستیو کې د طالبانو عملیات ناکام وو، دغه ډله د سولې له خبرو پرته بله لار نه لري، او د دوی موخه یوازې د افغان وژنې دوام دی.

ښاغلی محب زیاتوي چې خلیلزاد دې سفر کې له حکومت سره د سولې خبرو په تړاو څه نه دي ویلي

شریک یي کړئ