Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محقق: د «ملي تدارکاتو» کمېسیون د فساد جرړه ده

د اجرايي رییس دویم مرستیال محمد محقق له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د اداري فساد جرړه او د وزارتونو د بودیجې نه لګول د «ملي تدارکاتو» کمېسیون له امله بولي.

هغه زیاته کړه چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په فساد ککړه او زیاتوي چې ټول حکومتي چارې په دغه کمېسیون کې متمرکزې دي.

دغه لوړپوړی حکومتي چارواکی، ټینګار کوي چې د ملي تدارکاتو په کمېسیون کې ډېری پروژې د شرکتونو ځانګړو کړیو ته ورکول کېږي او له هېواد څخه بهر غیر رسمي کسان له دغو پروژو څخه ګټه اخلي.

محقق زیاته کړه:«څو محدود شرکتونه چې له ځانګړو کړیو سره تړلې دي، پروژې لومړی دغه شرکتونه اخلي؛ غیر رسمي وګړي له هېواد څخه بهر ونډه اخلي.»

د ښاغلي محقق بله نیوکه له ولسمشر څخه ده د ده په باور ولسمشر غني یو «ضدي» او «خپل سری» کس دی چې واک یې انحصار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي محقق موده وړاندې، د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د بلخ له والي عطا محمد نور، سره د «افغانستان د ژغورنې » په نامه یوه ټلواله جوړه کړه. هغوی وايي چې د ولسمشر د واک پالنې سره د مبارزې او په حکومت کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره دغه ائتلاف یې رامنځته کړی دی.

ښاغلی محقق اوس هم له پردې پرته له حکومت څخه نیوکه کوي. او په څرګنده کابینه بې واکه، بې کاره او پرېښودل شوې بولي.

هغه وايي:«ټول کارونه په ملي تدارکاتو کې متمرکز دي. د بودیجې لګول په ملي تدارکاتو کې ځنډول کېږي. که‎چېرې فساد کېږي په ملي تدارکاتو کې کېږي. خو ځواب ویوونکي یې وزیران دي.»

خو د تدارکاتو ملي اداره د ښاغلي محقق دا څرګندونې ردوي او وايي، چې په دغه کمېسیون کې په ګډه پرېکړې کېږي.

په ملي تدارکاتو کې له فساد سره د مبارزې متخصص بختیار نجمان په دې اړه وايي:«۸۱ سلنه پروژې، د ټولو واک د لوړپوړو امرینو په لاس کې دی.»

د ملي تدارکاتو د ادارې د شمېرو له مخې، کابو  ۱۳۰ شرکتونه چې د تدارکاتو له تګلارې یې سرغړونه کړې ده، هغوی محروم شوي. خو د ښاغلي محقق په وینا، له یوه شرکت سره تړون او یا یې محرومول، په غوراوي سره کېږي.

شریک یي کړئ