Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محمدي: سږکال د افغان پوځیانو لپاره له وژونو ډک کال په تېرو ۱۳کلونو

د سې شنبې په ورځ د ملي دفاع وزیرسره د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د عمومې ریاست مرستیال دسنا مجلس ته د ځواب ویلو لپاره غوښتل شوې وو، وویل: چې سږکال د افغان پوځیانو لپاره له وژونو ډک کال په تېرو ۱۳کلونو وو.

ښاغلي بسم الله محمدي زیاته کړه : " په شپږو وروستیو میاشتو کې طالبانو د خپلو داخلي او بهرنې ملاټر کوونکو سره کابو اوسوه ډله ایز بریدونه د هېواد په ځینو برخو تر سره کړي دي."

هغه زیاته کړه : " طالبانو د شپږسوو ډله ایزو بریدونو په لاره اچولو سره د هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. "

د ملي دفاع وزیر څرګنده کړه:چې طالبانو سږکال ۶۹۱ډله ایز بریدونه د خپلو داخلې او بهرنیوملاتړکوونکو په مرسته د هېواد په ځینو برخو تر سره کړي او کوښښ یې کړی دی چې دا سیمې ونیسې.

محمدي ددې په ویلوسره چې سږکال د افغان پوځیانو لپاره له وژونو ډک کال په تېرو ۱۳کلونو وو .

وویل:په تېرو کلونو کې د ناتو ځواکونو له موږسره په عملیاتو کې مرسته کوله خو سږکال موږ په یوازي له طالبانو سره جنګېږو او له هغوي څخه مرسته نه غواړو. "

ډېری جګړې د بهرنیو طالبانو له خوا رهبري کېږي.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زي دې ته په اشارې سره چې سږکال ډېری جګړې د بهرنیو طالبانو له خوا رهبري شوي دي زیاته کړه : "چې سږکال ډېری غیرې افغاني طالبان په جګړو کې ګډون درلود او هغوي په دري او پښتو ژبو خبرې نه کولې بلکې په اردو یې خبرې کولې . "

د کورنیو چارو وزیر د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه وویل: "چې د روان کال په شپږو وروستیو میاشتو ۹۵۵ملکي وګړي وژل شوي او ۲ زرو ۳۹۴ تنه نور ټپیان شوي دي. "

هغه زیاته کړه : "همدارنګه په شپږو وروستیو میاشتو کې ۵۲۳ پولیسو سربازان وژل شوي او ۲ زرو ۵۰۶ نور یې ټپیان شوي دي."

ښاغلي داوودزي زیاته کړه: " چې طالبانو هم د روان کال په شپږو وروستیومیاشتو کې ډېر زیان لیدلی دی او ۵ زرو ۵۰۳ طالبان د روان کال په شپږو وروستیومیاشتو وژل شوی دی او ۲زرو ۳۷۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي. "

لکه څنګه چې امنیتي چارواکې وايي : چې سږکال د طالبانو بریدنونه بې مخینې وو خوله دې سره یې کومې لاسته راوړنې نه درلودې او د امنیتې ځواکونو له خوا سرکوب شوي دي .

د سې شنبې په ورځ د ملي دفاع وزیرسره د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د عمومې ریاست مرستیال دسنا م

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه