Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محمد عبدالله: د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلان نه شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله وايي، چې د کمېسیون د ټیټ ظرفیت له کبله به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم میاشتې په ۲۳مه هم اعلان نه شي.

د هغو ولسمشریزو ټاکنو پایلې - چې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې وې - ټاکل شوې وه چې د تلې په ۲۷مه اعلان شي خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون، لومړی اعلان وکړ چې د نامالومې نېټې د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه ځنډول شوې ده خو وروسته یې د لړم ۲۳مه نېټه په ګوته کړه چې لومړنۍ پایلې به اعلان کړي.

ښاغلي عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«هغه کاري وړتیا ته په پاملرنې سره چې موږ یې لرو، د لارې مسیر او ستونزې په مخ کې یې لرو زما په اند د لومړنیو پایلو اعلان به د لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه شونې نه وي.»

په دغو شرایطو کې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي په ټاکنو پورې د اړوندو موضوعګانو په اړه متناقصې څرګندونې لري؛ تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ طلوع نیوز ته ویلي و چې د بیاشمرنې بهیر پیل شوی، خو ښاغلي عبدالله نن، (جمعه د لړم په ۱۷مه) وویل چې د رایو بیا شمېرنې لپاره هېڅ عملي کار نه دی پیل شوی:«در دې شېبې چې زه له تاسو سره خبرې کوم، د بیاشمېرنې لپاره کوم عملي کار یعنې د پلاوي لېږد یا کومه بله خبره وي، نه ده شوې.»

ټاکل شوې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۸۴۹۴ محلونو رایې بیا وشمېري - ټاکل شوې وه چې د بیا شمېرنې بهیر تېره اوونۍ پیل شي، خو څه ځله وځنډول شو.

دغه وضعیت ټاکنیزې ډلې اندېښمنې کړې دي، او وايي چې د ټاکنو لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ د پوښتنې وړ دی.

د اشرف غني ټاکنیزې ډلې د څارنې او تخنیکي چارو مسوول اجمل هوډمن وویل:«اوس چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د لړم له ۲۳ مې هم ځنډېږي، دا په هېڅ ډول د توجه وړ نه دی، دا په خپله د پوښتنې وړ دی.»

له دې سره سم، د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله په داسې حال کې چې، د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د ځنډ له امله اندېښمنه ده زیاتوي تر هغې چې، د ټاکنو کمېسیون د بایومېټریک شویو کارېدلو رایو شمېر مشخص نه کړي؛ نو هر ډول بیا شمېرنه به هم ناسمه وي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې څارونکی یونس نو اندیش څرګندوي:«موږ په دغې شمېرنه کې حتا یوه باطله رایه هم نه منو او د افغانستان د خلکو له هرې رایې له بشپړ قاطعیت سره ملاتړ کوو او تر هغې چې د رایو کچه مالومه نه شي، بیا شمېرنه موږ بې ځایه ګڼو.»

یو شمېر ټاکنیزې ډلې، د ټاکنو څارونکي بنسټونه او همداراز ځینې سیاستوالان، وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي ځينې تړاونه ولري او همدارنګه د انتخاباتو په مدیریت کې بې وسې دي، له همدې امله د رایو بیاشمېرنې بهیر نه دی پيل شوی او د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان هم ځنډول شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو وروسته تر اوسه دو ځلې د لومړنیو پایلو اعلان ته نېټه ټاکلې ده.

شریک یي کړئ