د پروان ولایت سیمهییز چارواکي وايي د دولت مخالفو وسلهوالو لخوا له تاجکستانه د وارېدېدونکې برېښنا پایه د دغه ولایت سالنګ ولسوالۍ کې په بمونو الوزولې ده.
دغه چارواکي چهارشنبې(د تلې په ۱۷مه نېټه) وايي دغه پایه د سالنګ ولسوالۍ په قلاتک سیمه کې د شپې دوه بجې الوزول شوې ده او له کبله یې د کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې.
د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار څرګندوي چې له تاجکستانه وارېدېدونکې برېښنا پایې له برېښنا نه د هېواد مرکزي او سویلي ولایتونه برخه من وو.
نوموړې زیاتوي چې د برېښنا شرکت عملیاتي ډله سیمې ته رسېدلې او ډېر ژر به برېښنا بیا ونښلوي.