د کرونا ویروس د خپرېدو به لړ کې، د لومړی ځل لپاره د نوي کال جنډه د مزارشریف د حضرت علي کرم الله وجهه په زیات کې د شپې له خوا د خلکو له ګڼې ګوڼې پرته پورته کړل شوه.
دا په داسي حال کې ده چې هرکال به دغه جنډه د زرګونه هېوادوالو په شتون سره د اسلام پیغمبر د څلورم یار په زیارت کې پورته کېده او د څلوېښتو ورځو لپاره به همداسي ولاړه وه.
مزارشریف کې د روضې رییس وایي چې سږ کال د کرونا ویروس پراختیا نه دمخنيوي لپاره دغه کار تېره شپه د خلکو له شتونه پرته ترسره شو.
د حضرت علي رض د روضې رییس عتیق الله انصاري په دې اړه وویل:«په تېرو کلونو کې څه باندې پنڅوس زره کسان د دغې مبارکې ورځې لپاره راتلل، خو سږکال کابو پنځه زره مېلمانه مزار ته راغلي دي چې د لمانځه په وخت راځي.»
هر کال په زرګونه کسان د هېواد له ولایتونو او آن له هېواده بهر څخه د نوروز جشن په مراسمو کې د ګډون لپاره مزارشریف ته ورځي خو سږ کال دغه زیارت د نوروز له مېلمنو تش دی.
د بلخ مرستیال والي محمد بشیر توحیدي په دې اړه وویل:«ټول هغه ځایونه چې د خلکو ګڼه ګوڼه وه، له هغې مو مخنیوی کړی، حتا د نوي کال دودییزه مېلمه چې زرګونه کاله لرغونتوب لري.»
ځينې هېوادوال چې مزارشریف ته ورغلي وايي اجازه نه ده ورکړل شوې چې د حضرت علي رض زیارت ته ورشي.
محمد سمیع چې له بغلان ولایت څخه راغلی وايي:«موږ دننه سخي جان ته نه شو تلای چې زیارت وکړو.»
د کابل اوسېدونکی عارف چې هغه ته اجازه نه ده ورکړل شوې زیارته ننوځي وايي:«امنیتي ځواکونو د روضې دورازې تړلې دي او چا ته اجازه نه ده ورکړې چې دننه زیارت ته ننوځي.»
د دغه زیارت شاوخوا خلک خوښۍ او نڅاګانې کوي او په دې تمه دي چې ښایي د ننه ورتلو اجازه ورکړل شي.
د مزارشریف ځنیې اوسېدونکي هم د تېرو کلونو له نوروز ورځو سره د سږ کال د نوي کال د توپير خبره کوي.
د مزارشریف اوسېدونکی جان محمد وايي:«په سړکونو کې مسافر نه ځایدل اوس هېڅوک نشته.»
که څه هم په مزارشریف کې د نوروز جشن مراسم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله لغوه شوي خو تراوسه هم ویل کېږي چې روغتیایي لارښونو ته د خلکو بې پامي د کوویډ نولس ناروغۍ ننګونې دي.