Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مزار کې د قیصاري پر کور د پوځي عملیاتو پای

افغان ځواکونه دوشنبې(د لیندۍ په ۲۵مه نېټه) د بلخ مزار شریف ښار کې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ پخواني امنیه قومندان، نظام الدین قیصاري پر کور د عملیاتو د پای خبر ورکوي.

د بلخ د امنیه قومندان، جنرال محمداجمل فائض وايي چې د افغان ځواکونو او د قیصاري ساتونکو ترمنځ له کابو ۲۰ساعتونو وروسته، تېره شپه نښته پایته ورسېده.

هغه زیاته کړه چې د قیصاري له کوره اته جسدونه چې د نوموړي ساتونکي دي، موندل شوي او ۳۰ تنه نور نیول شوي دي.

هغه زیاتوي چې قیصاري له سیمې تښتېدلی دی.

که څه هم د بلخ پولیسو ویلي وو چې له قیصاري سره په دغه کور کې کابو ۲۰۰ کسان وو، خو د ۱۶۰ تنو برخلیک په  تړاو یې مالومات نشته.

له بلې خوا د اسلامي ملي جنبش ګوند کې یو شمېر سرچینې وايي چې قیصاري ژوندی دی او ښایې چې د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې وي.

په همدې حال کې د یاد ګوند ویاند، بشیر احمد ته ینج څرګندوي چې دوی د قیصاري په تړاو مالومات نلري، دا چې آیا په هغه کور کې چې پرې عملیات شوي، هلته وو که نه؟

خو د بلخ امنیه قومندان قیصاري مجرم او "ملي خائن" بولي، زیاتوي چې هر ځای کې چې وي، وبه نیول شي.

شریک یي کړئ