Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسعود:د ولسمشر اقدام کورنۍ جګړې ته لمنوهي

د اصلاحاتو او ښې‎ حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر پخواني استازي احمد ضیامسعود،د سې‎شنبې په ورځ (د وري ۲۹ مه)په یوې خبرې غونډه کې ولسمشر غني ته یې کوت څنډنه وکړه چې د هغه د کوښه کېدو حکم دې بېرته واخلي له هغې څخه پرته،ولسمشر دې افغانستان یوې کورنۍ جګړې بې بثاتۍ خوا ته به یوسي.

ښاغلی مسعود وویل چې دغه حکومت د دوه اخیزه تړون او کتبي ژمنې پر بنسټ رامنځته شوی او هېڅ ډله،نه‎شي کولای بله ډله له سیاسي جوړښت څخه بهر کړي او همدارنګه ولسمشر د هغه د ګوښه کېدو حق او ځواک نه‎لري.

هغه وویل:«ولسمشر هېڅ دا حق نه‎لري لکه د بېلګې په توګه چې ما له خپل مقام څخه ګوښه کړي،ځکه چې حکومت مشورتي دی او هرې سیاسي ډلې چې په ټاکنو کې ګډون درلود او له حکومت څخه بهر شي په دې مانا دی هرڅوک چې دا کار وکړي دننه په هېواد کې کورنۍ جګړې او بې ثباتۍ ته زمینه برابره وي. »

خو آیا د کورنۍ جګړې پيل د دې کار د حل لاره کېداي شي؟

د پوځي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني وویل:«د کورنۍ جګړې هېڅ ډول بحث شتون‎ نه‎لري.»

د ولسمشر د ویاند یو مرستیال د ښاغلي احمدضیامسعود ګوښه کېدل په کار کې د هغه د ناغېړۍ له امله بولي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دغه فرمان په اړه وویل:«هر ډول ګوښه کېدل او ګمارل چې په دولتي ادارو کې کېږي د ولسمشر له واکونو څخه دي او د هغه موخه په ادارتو کې د اغېزې لوړتیا ده.»

په همدې حال کې ښاغلی مسعود وايي:«ولسمشر غني د ۴۵ کمېسیونونو مشري کوي،ایا یو کس کولای شي چې د ۴۵ کمېسیونونو مشري وکړي.»

ولسمشر غني په ټاکنیزو منډو ترړو کې د احمدضیامسعود مقام د خپلو مرستیالانو په کچه بللی و او آن ویلي یې وو چې د اساسي قانون په تعدیل سره غواړي هغه خپل درېیم مرستیال کړي.

احمدضیامسعود وايي د ولسمشر له دې پریکړې هغه او آن اجراییه رییس خبر نه و.

د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحیمي وویل:«د احمد ضیا مسعود د ګوښه کېدو په اړه له اجرائیه ریاست سره مشوره نه ده شوې.»

ښاغلي مسعود له دې وړاندې په خپلو ولایتي سفرونو کې په شمال ختیځ کې د خلکو له سمبال کېدو ویلي وو او په ځلونو یې له حکومت څخه نیوکه کړې وه.

پخوانی پوځي محسن مختار څرګنده کړه:«تا په یوه مهم پُست کې کار کاوه او باید له ولسمشر او مرستیالانو سره یې د نظام په پیاوړتیا کې مرسته کړې وای.»

د مشرانو جرګې په غونډه کې هم دا موضوع د دې جرګې د غړو د بحث اصلي موضوع وه.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار په ډاګه کړه:«له بده مرغه چې حکومت له خپل منځیو اختلافاتو څخه کړېږي او دا ډېر اندېښمنونکې ده.»

بل سناټور زلمي زابلي هم وویل:«ولسمشر د ګوښه کولو واک لري خو حالاتو او وخت ته په کتو سره.»

شریک یي کړئ