Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسکو به سبا د شانګهای سازمان د تماس ډلې د غونډې کوربه وي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې غونډه به سبا په روسیه کې ترسره شي او په دغې غونډه کې به د دغه سازمان د اتو غړو هېوادنو د بهرنیو چارو مرستیالان او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال به هم ګډون وکړي.

د دغې غونډې مشري به په ګډه توګه افغانستان او روسیه په غاړه ولري.

د روسیې، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ازبکستان، هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان چې د شانګهای د همکارۍ سازمان ۸ غړي هېوادونه دي د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت صبا په دې اړه وویل:«هغه موردونه چې ټاکل شوې موږ یې هلته تعقیب کړو، یو په ګډه توګه د افغانستان له خوا د شانګهای د مشرۍ په غاړه نیول، په شانګهای کې دایمي غړیتوب لپاره هڅې، اقتصادي او امنیتي همکارۍ او د سولې د خبرو اترو لپاره همکاري به وي.»

د شانګهای سازمان د تماس ډلې غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په تېرو څو کلونو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ پنځه څلور اړخیزې ناستې او د لندن، کابل، اسلام اباد او همداراز کابل واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ څو درې اړخیزې غونډې ترسره شوې او ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته په عمان کې څلوراړخیزه ناسته او کابو درې میاشتې وروسته په کابل کې د کابل د پروسې غونډه جوړه شي.

سیاستوال بیا وایي، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو رول مهم بولي او وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې له اعلان وروسته د افغانستان د سولې د خبرو په اړه هڅې پيل شوې دي.

د جبهه نوین ملي ګوند رییس انور الحق احدي څرګنده کړه:«دا یوه پروسه ده، ښه ده چې پیلېږي، هیله ده چې د سولې اصلي خبرې پیل شي. خو تر هغې چې طالب د بحث موافقه ونه کړي، فکر نه کوم چې داسې کوم پرمختګ دې رامنځته شي.»

خو د سیاسي مسلو یو شمېر کارپوهان وايي د ایران او پاکستان له ګډون پرته به په افغانستان کې د سولې ټینګښت ناشونی وي.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق ګیلاني په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت د دغو غونډو څخه هېڅ لازمه استفاده نه ده کړې.د شانګ‎های په مسله کې چې لیرې او نېږډې ګاونډیان په ځانګړې توګه ستر ځواکونه روسیه او چین که‎چېرې د افغانستان د سولې په قضیو کې شامل نه وي په افغانستان کې به سوله رانه‎شي.»

د شانګهاي د همکارۍ سازمان چې یو سیاسي، اقتصادي او امنیتي سازمان دی د ۲۰۰۱ زیږدیز کال په جون میاشت کې د چین په شانګهاي کې جوړ شو.افغانستان د شانګهاي سازمان څارونکی غړی دی.

سبا به په مسکو کې د افغانستان په اړه د شانګهای د همکاریو سازمان د تماس ډلې غونډه جوړه شي. د دغې غونډې مشري به په ګډه توګه افغانستان او روسیه په غاړه ولري.

شریک یي کړئ