Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو له کابل سره د خپلو اړیکو کلیزه د طالبانو له حضور سره لمانځي

ټاکل شوې ده چې د سې‎شنبې او چهارشنبې په ورځو له افغانستان سره د مسکو د سیاسي اړیکو سلمه کلیزه ولمانځل شي.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د سولې عالي شورا رییس محمد کریم حلیلي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځينې سیاستوالان او د طالبانو استازي به ګډون وکړي.

د سولې عالي شورا تمه لري چې په دغې ناسته کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره شي.

د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري په دې اړه وویل:«هڅه کوو چې د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو د لیدلوري د تشریح لپاره هرې موکې استفاده وکړو؛ نو استاد خلیلي په دغې غونډه کې ګډون کوي.»

تمه ده چې غونډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو سربېره، له طالبانو سره د سولې خبرو پر څرنګوالي هم خبرې اترې وشي.

مخکنی طالب قوماندان سیداکبراغا وايي:«دا ناسته د نظر ادلون بدلون لپاره یوه غونډه ده. تر هغې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه ونه‎شي طالبان به په هغو غوڼدو کې چې په هغو کې د پرېکړې نیول وي، ګډون ونه کړي.»

طالبانو تراوسه په رسمي توګه نه ده تایید کړي چې د دې ډلې پلاوی به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

خو د مسکو د فبرورۍ په غونډه کې حکومت ته بلنه نه وه ورکړل شوې. خو اوس حکومت وايي چې د سبا او بلې ورځې په غونډو کې به په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند هم ګډون وکړي.

اجراییه ريیس هم ورته غونډې د سولې خبرو کې د پرمختګ په موخه یو له ښو فرصتونو ګڼي.

هغه وايي:«د افغانستان د سولې بهیر په اړه په هر ځای کې چې یو فرصت وي باید له هغې استفاده وشي ځکه چې دا د افغانستان د خلکو اړتیا ده.»

طالبانو تراوسه شپږ ځله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې اترې کړې دي، خو تراوسه یې له حکومت سره هېڅ ناسته نه ده لرلې.

د روان کال په وري میاشت کې ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت، سیاستوالو او طالبانو ترمنځ په قطر کې یوه غونډه وشي، خو د ځينو دلایلو له امله جوړه نه شوه.

شریک یي کړئ