Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسکو چمتو دی چې د افغانستان د سولې خبرو لپاره زمینه برابره کړي

مسکو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په نېغه توګه د خبرو اترو د زمنیې برابرولو ته چمتووالی اعلان کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو چمتو دی ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نېغو خبرو اترو لپاره یو چوکاټ برابر کړ.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې ده د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې او جمعې په ورځو، په نیویارک کې د نړیوالو هېوادونو له ډيپلوماټانو سره د افغانستان د اوضاع په اړه خبرې وکړي.

مسکو له دې وړاندې د دې پخلی کړی وه چې له طالب ډلې سره اړیکه لري او د هغې موخه د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د داعش ترهګرې ډلې د نفوذ مخنیوی بلل شوی دی.

له دې سره په ورته وخت کې، ښاغلي لاوروف له پاکستاني رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان په پولو کې د ترهګرو پټن‎ځایونه د هغوی لپاره جدي ګواښ دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې مسکو به د پاکستان د انکشاف لپاره هر ډول ملاتړ برابره کړي.

شریک یي کړئ