Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مشرانو جرګه: د رازق په اړه د ملګرو ملتونو راپور له پوښتنو ډک دی

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو نن(یک‎شنبې د غويي۲۴مه) ناسته کې وویل چې د کندهار امنیه قومندان، عبدالرازق په اړه د ملګرو ملتونو د زوروَنې ضد کمېتې راپور له پوښتنو ډک او نوموړی اتل او وطن‎پاله کس بولي.

د ملګرو ملتونو د زوروَنې ضد کمېټې په یوه راپور کې جنرال رازق د بندیانو په زوروَنې تورن کړی، خو حکومت دا راپور رد کړی دی.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال، محمدعلم ایزدیار وویل:«د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او نړیوال د افغانستان دولت تر ولکې لاندې بندخونو څارنه کوي او ګوري يې، ولې یوځل پرته له دې چې په وخت کې غږ پورته کړي نه یې کوي، او بیا یو راپور خپروي، زما په آند دا راپور له شکه ډک دی.»

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي دي چې جنرال رازق بندیانو ته برېښنايي شوک ورکړی، عقیم کړي یې دي او معدې ته یې په زوره اوبه دننه کړي، خو د ولسمشر جرګې یو شمېر غړي دا راپور ناسم بولي او وايي چې له بهیر څخه یو شمېر کړۍ په دې راپور کې لاس لري.

د کندهار استازی، رحمت‎الله اڅکزی څرګندوي:«مطلقآ دا راپور د پاکستان آی ای آی د ګاونډیو استخباراتو لخوا جوړ شوی دی.»

همداراز د بدخشان استازي، کلالي اکبري زیاته کړه:«د افغانستان دښمنان نن د دښمن په ګټه کار کوي، د افغانستان زړه‎ورو او صادقو کسانو ته دسیسه جوړوي، لکه د جنرال رازق په توګه کسانو ته.»

په داسې حال کې د کندهار امنیه قومندان دا راپور ردوی، خو ټنیګار کوي چې دا راپور په غیر معیاري ډول چمتو شوی دی.

د مشرانو جرګې غړو د جنرال رازق په اړه د ملګرو ملتونو راپور د پوښتنو او شک څخه ډک وباله او پرې یې نیوکې وکړې

شریک یي کړئ