Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مشرانو جرګې د اولسم پېر لومړي کال پای؛ ۳۷ تقنیني سندونو تایید شوي

 مشرانو جرګې نن (دوشنبې د مرغومې په ۳۰مه) د اولسم پېر لومړي کال په وروستۍ ورځ فوق العاده غونډه جوړه کړه.

د مشرانو جرګې منشي وايي چې مشرانو جرګې ۳۷ تقنیني سندونه او ۲۰ هوکړه لیکونه تایید کړي او همدارنګه ۶۳ عمومي غونډې جوړې کړي، او څه باندې ۶۳۰ حکومتي چارواکي یې عمومي غونډو او کمېسیونونو ته رابللي دي.

خو د مشرانو جرګې د منشي مرستیال وايي چې د مشرانو جرګې د غړو نه حضور او همدارنګه د دغې جرګې د درېیو، یوې برخې نه معرفي کېدو د دغه بنسټ پر کار منفي اغېزه کړې ده.

د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق په دې اړه وویل:«د د دولتي قضیو قانون د توکو په اړه د ۳۶۰ ګڼې تقنیني فرمان تصویب.»

په دې لړ کې د مشرانو جرګې یو غړی د هغو پروژو خبره کوي چې د ۱۳۹۹ مالي کال په بودیجه کې شاملې دي او وایي باید دغه پروژې د مالیې له وزارت سره تعقیب شي ترڅو ولسي جرګه یې له بودیجې بهر نه کړي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی وايي:«د مالیې وزیر صاحب ژمنه کړې وه چې یوه پروژه منظور وي باید تعقیب شي د دې لپاره چې د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګه بودیجه تصویبوي.»

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار بیا وویل:«د ایزدیار صاحب په مشرۍ د اداري پلاوي څلور تنه غړي دا موضوع تعقیب وي.»

په داسې حال کې چې مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري خو د ملي یووالي حکومت د کار په پيلېدو او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نه کېدو له امله د دغې جرګې له درېیو یوه برخه چوکۍ تشې دي.

د مشرانو جرګې د تقنین د کمېسیون رییس غلام محي الدین منصف څرګنده کړه:«دا چې بشپړ شي غوره دی، ولې نه هیله لرو چې بشپړ شي.»

که څه هم په تېر حکومت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نه کېدو له امله د مشرانو جرګې له درېیو دوې برخې غړي له ولایتي شوراګانو څخه معرفي کړي و خو ولسمشر غني دا کار ونه کړ چې له دې امله له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

د مشرانو جرګې د منشي مرستیال فیصل سمیع په دې اړه وویل:«موږ له ۶۸ کسانو سره کار پیل کړ یو ثلث چې د ولسوالیو شوراګانو څخه معرفي کېده  لسمشر له بده مرغه معرفي نه کړل، دا یوه ډېره ستره تېروتنه وه او واقعاً په دغه پنځه کلونو کې یې یوه ستره تشه رامنځته کړه.»

په دې لړ کې د مشرانو جرګې رییس وايي د خلکو د نظریاتو پرخلاف چې وایي سناتوران د حکومت سپارښتنې عملي کوي دا ډول څه نشته، خو څه موده مخکې د مشرانو جرګې یوه غړي باختر امین زي ادعا وکړه کله یې چې د ولسمشر له حکم سره مخالفت وکړ، ولسمشر د دغې جرګې له غړیتوبه وایست.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار څرګنده کړه:«دلته هر څوک د خپل نظر خاوندان دي او هېڅ ډول فشار نشته تاسې ټول وینئ چې هېڅ ډول امر هم نشته.»

د مشرانو جرګې غړي له سه شنبې څخه د یوې نیمې میاشتې لپاره د ژمي په رخصتیو ځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه