Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مشورتي لویه جرګه د راتلونکي کال تر ناڅرګندې مودې ځنډول شوې ده

د سولې عالي شورا وايي چې ولسمشر تراوسه د سولې مشورتي جرګې د ترسراوي لپاره د کمېسیون د جوړېدو په هکله کوم فرمان صادر کړی نه دی. 

دا جرګه چې ټاکل شوې وه د کب په ۲۶ جوړه شي. خو سرچینې وايي چې د دغې جرګې ترسراوی د راتلوونکي کال تر نامالومې مودې ناڅرګند پاتې دی.

د سولې عالي شورا وايي تراوسه د دې جرګې د جوړېدو وخت روښانه نه دی او دا بنسټ د ولسمشر د فرمان په تمه دی.

دغه بنسټ وایي په دې لویه جرګه کې، ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ګډون د څرنګوالي په اړه هم سلامشورې روانې دي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري په دې اړه څرګنده کړه:«کار په عادي او د تېر په څېر په مخ روان دی. موږ یوازې د جګرې د ترسراوي کمېسیون او همدارنګه د څېړنې کمېټې چې نوې نېټه اعلان کړي په تمه یوو.»

یوه میاشت مخکې ولسمشر د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس ته حکم کړی و چې د کب په شپږویشتمه نېټه د درېیو ورځو لپاره مشورتي لویه جرګه جوړه کړي خو د هغه څه له امله چې نامناسبه هوا بلل شوې تر ناڅرګند وخته د دې جرګې جوړېدل ځنډول شوي دي.

بلخوا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر د دغې جرګې د ځنډېدو په غبرګون کې وايي چې ولسمشر باید په دې اړه توضیح ورکړي. چې له دغې جرګې یې موخه او هدف څه وو؟ څه یې غوښتل او ولې اوس په دې اړه چوپ دی.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر وايي:«د جرګې په اړه باید هغوی توضیح ورکړي چې له دغې جرګې یې موخه او هدف څه دی؟ څه یې غوښتل او ولې اوس په دې اړه چوپ دی.»

په دې لړ کې یو شمېر نور کسان هم ولسمشر په دې اړه په سیاسي لوبه تورنوي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې اړه وايي:«بهیر باید په لازمه، رڼه او د اعتماد وړ وي چې له هغې هېڅ سیاسي ډله او یا هم سیاسي کس په خپل سیاسي ګټه ترې استفاده ونه کړي.»

د ارګ ځینې سرچینې وايي د ولسمشر لخوا به ډېر ژر دغه فرمان صادر شي.

ولسمشر غني ویلي و چې په دغه لویه جرګه کې به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان دولت سرې کرښې روښانه شي.

د سولې مشورتي جرګه چې ټاکل شوې وه د کب په ۲۶ جوړه شي. خو سرچینې وايي چې د دغې جرګې ترسراوی د راتلوونکي کال تر نامالومې مودې ناڅرګند پاتې دی.

شریک یي کړئ