Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مصالحې شورا د کار پیل؛ عبدالله: هیله لرو ۲اوونیو کې مذاکره پیل شي

د ملي مصالحې عالي شورا له جوړېدو د ۱۳ ورځو په تېرېدو سره د دغې شورا رییس عبدالله عبدالله نن شبنې (د غبرګولي په ۱۰مه) په دغه بنسټ کې رسماً خپل کار پیل کړي.

هغه له ولسمشر غني سره د سیاسي موافقې له لاسلیک وروسته په لومړۍ خبري ناسته کې وايي د ملي مصالحې د عالي شورا د جوړښت او د مشرتابه شورا د غړو د غوراوي په اړه سلامشورې روانې دي او د مشرتابه کمېټې او د دې شورا د غړو نومونه به په راتلونکې اوونۍ کې وروستي شي.

د عبدالله عبدالله وویل چې په خپلې لومړنۍ کاري ورځ یې له طالبانو سره د مذاکرې له مرکچي پلاوي سره ولیدل چې تر راتلوونکو دوو اوونیو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به مخامخ خبرې پيل شي.

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«مرکچي پلاوی باید له واحد او منسجم لیدلوري سره به مذاکره وکړي او له اسلامي او ملي حقونو، لاسته راوړنو او ارزښتونو څخه به دفاع وکړي.»

که څه هم عبدالله عبدالله په نننۍ خبري نانسته کې ټينګار وکړ چې د ملي مصالحې عالي شورا کې به ښځو، ځوانانو ته به اغېزمنه او فعاله ونډه ورکړل شي، خو له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي وايي چې د ملي مصالحې عالي شورا په جوړښت کې هېڅ ښځې ته ځای نه دی ورکړی شوی.

د ارګ او سپيدار ترمنځ د هوکړې له مخې به د ملي مصالحې عالي شورا ریاست پنځه مرستیالان ولري، په ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله مرستیالان او درې نور مرستیالان به له ولسمشر سره په سلامشوره له بېلابېلو برخو دغې شورا ته معرفي شي.

په دغه سیاسي هوکړه کې راغلي مرکچي پلاوی به ولسمشر او د ملي مصالحې عالي شورا ته رپوټ ورکوي.

له دې مخکې ویل شوي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د ملي مصالحې د عالي شورا دارالانشا ته ولېږدول شي او د دغې شورا د پرېکړو اجرايي مسوولیت به ولري.

شریک یي کړئ