Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معترضه ځوان په نیمه بربنډ حالت دا ځل مزار کې لاریون وکړ

په مزارشریف ښار کې یوه تحصیل کړي ځوان په هېواد کې د نا امنیو د پراختیا په غبرګون په نیمه بربنډ حالت اعتراض وکړ.

دغه ځوان وايي د ملي یووالي حکومت مشران د امنیت په برخه کې ناغېړي کوي او له همدې امله یې اعتراض کړی.

 دغه ځوان زیاتوي چې په نورو ولایتونو کې به هم داسې اعتراض وکړي.

احمد خالد بخشي، د بلخ ولایتي شورا او حضرت علي زیات پورې ۵۰۰ متره لاره پلې کچ کړه، هغه وايي:«نه ډوډۍ لرو او نه هم امنیت، نه کار؛ بالاخره موږ دلته څه وکړو؟ کاري ځواک هره ورځ بهر ته ځي او بیا جوړول یې ډېر وخت نیسي، دولت‎وال هېڅ پام نه کوي، نو ځکه موږ دا کار کړی دی.»

هغه په هېواد کې د نا امنیو او بې عدالتۍ پر وړاندې د ځوانانو پر چوپتیا هم انديښمن دی او دغو ځوانانو ته داسې پيغام لري.

اعتراض کوونکی ځوان احمد خالد بخشي وايي:«ځوانانو لږ راویښ شئ، افغانستان تاسو ته اړتیا لري، کابو پنځوس کاله کېږي چې موږ ستونزو سره مخامخ یوو او دا ځکه چې ځوانان غلي دي.»

بلخ ولایت کې یو شمېر ځوانان له دې حرکته ستاینه کوي او په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو پرمخنیوي ټینګار کوي.

د مزارشریف اوسېدونکې ظریفه وايي:«نن زموږ تحصیل کړي کسان په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژل کېږي. موږ له تاوتریخوالیو سره مخامخ یوو او د سیاستوالو د سیاستونو قرباني کېږو.»

د مزارشریف بله اوسېدونکې خالده زیاتوي:«غواړم چې له ټولو دولتي کسانو څخه غوښتنه وکړم چې تر کله به دا ظلم وي، باید پر ځوانانو کار وشي، تر کله به ځوانان قرباني کېږي.»

دولتي چارواکو ته د دغه اعتراض کوونکي ځوان پيغام دادی د خپلو سیاسي موخو ترلاسه کولو په موخه دې ځوانان نه قرباني کوي او هیواد کې د عدالت ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

دغه ځوان وايي د ملي یووالي حکومت مشران د امنیت په برخه کې ناغېړي کوي او له همدې امله یې اعتراض کړی.  دغه ځوان زیاتوي چې په نورو ولایتونو کې به هم داسې اعتراض وکړي.

شریک یي کړئ