Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

معتصم: امریکا او طالبان د قطر ناسته کې یو شمېر هوکړو ته رسېدلي دي

د طالبانو د دورې د مالیې وزیر، آغاجان معتصم یک‎شنبې(د سلواغې په ۷مه نېټه) طلوع نیوز ته وویل چې قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ خبرې حساس پړاو ته رسېدلې  او دواړه خواوې پر یوشمېر مسایلو هوکړې کړې او یا هم هوکړې ته نېږدې شوې دي.

دی زیاتوي چې له همدې کبله طالبانو د هوکړو د پلي کولو لپاره صلاحیت‎لرونکي کس ته اړتیا درلوده، نو ځکه یې ملابرادر ته یو شمېر سیاسي واکونه ورکړل.

دی وړاندې وايي:«دا چې ملابرادر د طالبانو ترمنځ نفوذلرونکی کس دی، نو یو شمېر سیاسي واکونه د شیخ ملا هبت الله اخندزاده لخوا ده ته ورکړل شول او همدارا ز به د طالبانو د مستیاله په توګه خپله دنده ترسره کړي.»

دغه پخواني طالب چارواکي همداراز څرګنده کړه چې دواړه خواوې پر مهمو مسایلو سره سلا شوې دي او پرېکړه شوې چې شوې هوکړې له خپلو مشرانو سره شریکې کړي.

دی زیاتوي، پرېکړه شوې چې هوکړې به په نېږدې راتلونکې کې لاسلیک او د افغانستان له خلکو سره به هم شریکې شي.

ملابرادر څوک دی؟

ملابرادر د طالبانو د ډلې له بنسټو اېښودونکو دی له هغو څلورو کسانو له ډلې دی چې په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې یې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو ډله رامنځته کړه. دی په ۱۹۶۸ زیږدیز کال د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې زیږیدلی او په قوم پوپلزی دی.

د طالبانو د ډلې غړي هغه ته د یوه متفکر په سترګه ګوري، نوموړي پاکستان کې دیني زده کړې دي.

ملابرادر د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته د کوټې شورا چې د طالبانو مهم تشکیل بلل کېده، مشري کوله

ملاعبدالغني چې اوس مهال په ملا برادر مشهور دی په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو او بند کې واچول شو.

معتصم د طالبانو درژیم پرمهال د ملا عمر مرستیال وو.

د افغان سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازي، زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره شپږ ورځنۍ خبرې اترې درلودې. هغه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه شپږ ورځنۍ خبرې اترې د تېرو خبرو په پرتله په ځلونو اغېزناکې وې او په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ښاغلی خلیلزاد وايي چې تراوسه له طالبانو سره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې او له یوه لنډې دمې وروسته به بېر ته پيل شي.

د طالبانو د دوري د مالیې وزیر په دې باور دی چې د قطر ناسته ډېره مهمه وه او د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرو ښې پایلې درلودې

شریک یي کړئ