Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملابرادر قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه وګومارل شو

طالبان وايي چې ملاعبدالغني برادر د شیرمحمد عباس ستانکزي پر ځای د قطر سیاسي دفتر مشر او همدارنګه د طالب ډلې د مشر ملاهبت الله اخندزاده د درېیم مرستیال په توګه وګمومارل شو.

طالبانو همدارنګه د دغې ډلې د ځينو کمېسیونونو په مشرتابه کې د پراخ بدلون خبر هم ورکړی او د ځينو ولایتونو لپاره یې نوي والیان هم معرفي کړي دي.

طلوع نیوز داسې اسناد ترلاسه کړي چې په ظاهراً د دغې ډلې د مشرتابه پرېکړې څرګندويي کوي.

ملاعبالغني برادر، د طالب ډلې یو له بنسټ اېښودونکو څخه دی. هغه د ملا عمر مرستیال هم پاتې شوی دی.

ملا برادر، په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان او امریکا د استخباراتو لخوا پاکستان کې ونیول شو او د ۲۰۱۸ کال تر اکټوبره بندي و.

هغه د افغان سولې لپاره د امریکا د څو او پاکستان ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر وروسته له بند ازاد کړل شو.

ملابرادر په داسې حال کې د قطر د سیاسي دفتر پر مشرۍ ګومارل کېږي چې د طالب ډلې او امریکا خبرې اترې دوام لري. د دواړو ترمنځ د څلورم پیر خبرې اترې، د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې په لومړنۍ نېټه) د قطر په پلازمېنې دوحه ښار کې پيل او د پنجشنبې تر ورځې (د سلواغې تر ۴ مې نېټې) دوام درلود.

سرچینې وايي چې په دوحه کې د رامنځته شوې هوکړې پر بنسټ، واشنګټن به له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو مهال‎وېش اعلان کړي او طالبانو ضمانت کړی چې کابل به د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه وي.

دغه سرچینې وايي چې دغه غونډه د قطر په منځګړیتوب شوې ده. او په دغې غونډه کې طالبانو ویلي چې اوربند په قطر کې د هغوی د دفتر له واکه لوړه خبر ده. د امریکا استازو هم ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره هم باید یوه لویه اجماع جوړه شي او زیاته کړې یې ده چې شونې ده خبرې د پنځمې ورځې لپاره هم وغځول شي.

شریک یي کړئ