Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملاله یوسف‎زۍ له شپږو کلونو وروسته پاکستان ته راستنه شوه

د سولې د نوبل جایزې ګټوونکې ملاله یوسف‎زۍ له شپږو کلنونو وروسته پاکستان ته راستنه شوه.

د نجونو د حقونو دغه فعاله، شپږ کاله مخکې، له هغې وروسته کله چې د طالبانو له خوا پرې برید وشو او د سر په برخه کې ټپي شوه، پاکستان یې پرېښود.

ملاله، کله چې ۱۵ کلنه وه په پاکستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کاوه چې د کار په جریان کې یې د پاکستاني طالبانو له خوا په نښه او په کلکه ټپي شوه.

له هغې وروسته، هغه د درملنې لپاره بریټانیې ته ولېږدول شوه، او په ۲۰‍۱۴ کال کې د سولې د نوبل جایزې ګټوونکې شوه.

هغه اوس د انګستان د معتبره او نامتو پوهنتون زده‎کړیاله ده چې له خپلې کورنۍ سره خپل ټاټوبي ته راستنه شوې ده.

تمه کېږي ملاله د پاکستان له لومړي وزیر خاقان عباسي او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره وویني.

له دې سره چې ویل کېږي په پاکستان کې د ملالې ډېری لیدنې به په پټه او سري وي، خو ډېریو پاکستان ته د هغې له راتګه هرکلی کړی او له هغې سره د لیدو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ