Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي امنیت د داعش ډلې د لوړپوړي غړي له نیول  کېدو خبر ورکړ

د ملي امنیت ریاست نن(چهارشنبې د غويي په ۳مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره هېواد کې د داعش ډلې د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې نیول شوی کس منیب نومیږي او په ابوبلال، حارث، ابوهلال و ابوهُمام نومونو مشهور وو.

ملي امنیت ریاست همداراز زیاتوي چې دغه کس مخکې له دې د داعش ډلې د خراسان څانګې او د لشکر طیبه، حقاني دلې او صحابه ترهګریزو ډلو غړیتوب هم درلودی.

خبرپاڼه کې د منیب د نیول کېدو ځای او وخت په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو زیاته کړې ده چې، نوموړی د ځانګړو پوځي عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی.

شریک یي کړئ