Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیت شورا: د ورځې ۲۴ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند، جاوید فیصل وايي، هېواد کې د طالبانو بریدونو کې هره ورځ لږ تر لږه ۲۴ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله  اوړي.

نوموړي نن(سې شنبې د چنګاښ په ۱۰مه نېټه) پر ټویټر پاڼې لیکلي دي طالبانو یاده موده کې په منځني توګه د ورځې ۴۴ بریدونه کړي چې ملکي کسانو ته یې زیان اوښتی دی.

هغه زیاته کړې:«طالبانو د تاوتریخوالي اوونۍ کمښت(د فبروري میاشتې له ۲۲مې نېټې) راهیسې په منځیني توګه د ورځ ۴۴ بریدونه کړي چې پایله کې یې ۲۴ ملکي کسانو ته هره ورځ مګر ژوبله اوښتې ده.»

هغه یوځل بیا هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده.

ښاغلي فیصل وړاندې لیکلي دي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې بریا هېواد کې د تاوتریخوالي کمښت او د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرو کې ده.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ پر یوه بازار راکټي بریدونو د ۲۳ ملکي کسانو ژوند واخیست.

هغه څه چې طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.

په همدې حال کې یوناما هم له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې جګړې کې دې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته پام کوي.

همداراز ملګرو ملتونو د سنګین د پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ پر یوه بازار راکټي بریدونو د ۲۳ ملکي کسانو ژوند واخیست

شریک یي کړئ