Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي امنیت شورا: طالبانو دوو وروستیو اوونیو کې ۸۹ ولسي وګړي وژلي

ملي امنیت شورا، طالبان په هېواد کې د تاوتریخوالي پر دوام او ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې پر رسولو تورن وي.

د دغې شورا ویاند وايي چې یوازې په دوو وروستیو اوونیو کې ۸۹ ولسي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په دې اړه څرګنده کړه:«د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۸۹ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.»

خو طالبان دغه شمېر ردوي.

ورته مهال رپوټونه رسوي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې، د هېواد په ځينو برخو کې په جګړه کې، اوه تنه امنیتي ځواکونه او ۱۵ طالب او یو ماشوم  وژل شوی دی.

دغه اوه تنه ځواکونه د غور په پسابند ولسوالۍ کې یوه جګړه کې وژل شوي. یو ماشوم هم د هرات په ګلران ولسوالۍ کې د توغندي د لګېدو په پایله کې وژل شوی دی.

 د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر مسعود اندرابي په دې اړه وویل:«ډاډه یم چې ټول ځواکونه سولې ته ژمن دي. په هغه صورت کې چې طالبان د سولې پيغام ته لبیک ووايي موږ هغه ته ژمن پاتېږو او په هغه صورت کې چې جګړه ومني او بریدونه وکړي موږ به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.»

د حج او اوقافو نوماند وزیر عبدالحکیم منیب هم وايي:«د افغانستان جګړه یوه بې مانا جګړه ده. د پردیو جګړه ده.»

د پنجشنبې په شپه د تخار په فرخار ولسوالۍ کې نښته  په هېواد کې د وروستیو دوو ورځو له تاوتریخوالو دي.
  
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري څرګندوي:«د نښتې په پایله کې ۱۵ طالبان وژل شوي، د هغوی پنځه تنه ټپيان دي او همدارنګه شپږ تنه نور یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.»

د تاوتریخوالي کموالی له هغو اصلي ګامونو بلل کېږي چې په افغانستان کې ښکېلې غاړې یې باید د بین الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره پورته کړي؛ خو تر اوسه دې چارې ته په لازمه توګه پاملرنه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت او طالبان د سولې خبرو اترو د پيل لپاره هڅه کوي.

شریک یي کړئ