Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي پوځ ته د محاسبې او معاش ورکړې انټرنېټي سیسټم جوړ شو

ملي دفاع وزارت د دغه وزارت ځواکونو او اداري کارکوونکو ته د محاسبې او معاشونو د ورکړې لپاره یو انټرنېټي سیسټم «اپس» فعال کړی دی.

دا سیسټم چې له دې مخکې په امریکا او المان کې هم استفاده شوی دی اوس د «ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت» له خوا د افغانستان دفاع وزارت کې هم فعال شوی دی.
 
ملي دفاع وزارت وایي که چېري په دغه سسټم کې د یوه سرتېري؛ اداري اسناد او د بایمومټریک جزیات، رتبه، ترفیع، امتیازونه او کاري مخینه ثبت نه وي، ان معاش یې هم نه ورکول کېږي.

 منیره یوسف زاده وايي چې یو کال وخت یې ونیو چې د دغه وزارت د سرتېرو او کارکوونکو معلومات او سندونه په دغه سیسټم کې ځای پر ځای شي.
 
د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیاله په دې باور ده چې د (اپس) د سسټم په فعالېدو سره به له یوې خوا د پوځ د سرتېرو او د ملي دفاع وزارت د کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې آسانتیا رامنځته شي او له بل لوري به د خیالي سرتېرو مخه ونېول شي.

اغلې یوسف زاده وویل:«د دغه سیسټم منل لږ سخت او ورته مهال د دغه سیسټم د مخته بیولو لپاره زموږ د همکارانو روزنه... خو له نېکه مرغه له یو کال وروسته نن په ویاړ سره وایم چې زموږ د ملي اردو د منسوبینو سوانح سل په سله کې دغه سیسټم ته داخل شوي دي او د معاشونو ورکړه یې د دغه سیسټم له لارې ده او همدارنګه ټول هغه امتیازونه چې په کې شاملېږي.»

د ملي دفاع وزارت د دغې چارواکې په وینا د وژل شویو؛ معلولو او تقاعد شویو سرتېرو اړوند اسناد په لږ تر لږه یو کال کې له دغه سیسټم نه د شهیدانو او معلولانو په چارو کې د دولت وزارت ته لېږل کېږي.
 
د ستر درستیز د کادر او پرسونل رییس زلمی عسکرزاده صادقي وايي:«دا سیسټم نه پرېږدي چې څوک په هغه کې لاسوهنه وکړي او یا هم څوک هغه ته ننوځي. په دې برخه کې د پرېکنده ملاتړ محترمې قومندانۍ له موږ سره ډېره همکاري کړې ده.»

خو ظاهراً تر اوسه په (اپس سیسټم) سره د ټپي سرتېرو ستونزو ناحل شوې پاتې ده.

شاه مراد دوه نیم کاله وړاندې د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شو او اوس له ملا ښکته فلج دی. یوه میاشت کېږي چې شاه مراد په کابل کې دی او وایي چې حکومت یې د درملنې لپاره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د ملي اردو ټپي سرټېری شاه مراد وویل:«زما غږ دې واوري، ولسمشر صاحب! یوه ماشت کېږي چې دفاع وزیر صاحب (زما د غوښتلیک په پای) کې لاسلیک نه دی؛ همدغه لوی درستیز خبر راکړ، د لوا قومندان صاحب خبر راکړ.»

د پرسونل د محاسبې او د معاش د ورکړې آنلاین سیسټم نږدې دوه کاله وړاندې په کورنیو چارو وزارت کې هم فعال شوی دی. خو په بشپړه توګه د کورنیو چارو وزارت د ټولو پولیسو او کارکوونکو معلومات دغه سیسټم ته داخل شوي نه دي.

ملي دفاع وزارت وايي که چېرې د یوه سرتېري د بایومېټریک، رتبې، ترفیع، امتیازونه او کاري مخینه یې په دغه سیسټم کې ثبت نه وي، حتا د هغه معاش به هم ورنه کړل شي.

شریک یي کړئ