Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي پوځ ته د ولسمشر خطاب: دښمن ته خپل ځواک وښیئ

ولسمشر غني وايي چې د یرغلي عملیاتو له پیلولو څخه موخه بې ثباتې نه بلکې سولې ته رسېدل دي.

ښاغلي غني د ځانګړو عملیاتو له قول اردو نه د لیدنې پر مهال په تونده ژبه د پوځ له تر ټولو پیاوړو ځواکونو غواړي چې د دغو بریدونو ځواب ورکړي.

ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«نن بیا د دې اړتیا ده چې خپل پټ ځواک او توره له پوښ څخه وباسئ. د دې ورځ ده چې د افغانستان دښمن د افغانستان د ځانګړو ځواکونو ځواک وویني.»

حکومت تر دې وړاندې طالبان د وروستیو بریدونو اصلي مسوول وبلل .اوس مهال که څه هم ولسمشر د طالبانو نوم نه اخلي خو ټینګار کوي چې د یرغلي عملیاتو موخه بې ثباتي نه بلکې سولې ته رسېدل دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«زموږ موخه د سولې لپاره د شرایطو رامنځته کول دي. موږ له سولې نه په شا کېږو. دا زموږموخه ده د دې لپاره چې موږ غواړو چې د کومانډو نوم بس وي چې خلک د قانون واکمني ومني نه غوره قوه دا ده چې استعمال شي خو کله چې د قربانۍ وخت وي بیا موږ ټول حاضر یوو.»

د پوځ لوی درستیز بسم الله وزیری په هېواد کې د یرغلي عملیاتو له پیله خبر ورکوي:«موږ په زړورتیا د فرض عین په توګه د افغانستان د دښمن په ځپلو کې له ستر ځواک، وړتیا او ظرفیتونو څخه به استفاده وکړو.»

بل خوا ځينې پخواني پوځیان د حکومت پوځي تګلاره سولې ته د رسېدو لپاره کارنده نه بولي.
 
پخوانی پوځي اسدالله ندیم څرګنده کړه:«که چېرې د ښاغلي غني نیت دا وي چې موږ د یرغلي عملیاتو په ترسراوي طالبان سولې ته اړباسو دا یوه تېروتنه ده په تېر کې تکرار شوی دی. په هغه وخت کې چې بهرنیو ځواکونو له موږ ملاتړ کاوه دا موخه ترلاسه نه شوه او په راتلوونکي کې به هم د پوځيانو په منځ کې مرګ ژوبله ډېره وي.»

حکومت په داسې حال کې د جګړې پر دوام ټينګار وکړ چې په افغان سوله کې ښکېلو هېوادونو په تېره بیا امریکا او روسیې د حکومت دا امر د افغانستان د سولې لپاره خطرناک بللی دی.
 
که څه هم ولسمشر د طالبانو نوم نه اخلي خو ټینګار کوي چې د یرغلي عملیاتو موخه بې ثباتي نه بلکې سولې ته رسېدل دي.

شریک یي کړئ