د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک په څلورمه برخه کې، د اصلاحاتو په اړه ویل شوي دي.
د حکومتي جوړښت د بدلون لپاره د اساسي قانون د طرحې او تعدیل لپاره کار، ټاکنیز اصلاحات او په ممکنه فرصت کې د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو او ښاروالیو د ټاکنو ترسره کېدل د دغو اصلاحاتو له مهمو برخو دي. چې د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په څلورمه برخه کې راغلي دي.
په دغه هوکړه لیک کې راغلي دي:«
د لویې جرګې د ارکانو د بشپړېدو لپاره د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو ته د زمینې برابرول ؛ د قانون د احکامو د پلي کولو او ښاري چارو د ښه والي لپاره د ښاروالیو د ټاکنو ترسره کېدل، په لومړني ممکنه فرصت کې د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د حکومتي جوړښت د بدلون په موخه د اساسي قانون د طرحې او تعدیل لپاره د پلاوي ټاکل. ټاکنیز اصلاحات چې د بایومټریک دستګاوو له معیارونو او ټکنالوژۍ نه په ګټې اخیستنې حقوقي، تخینکي او کادري اصلاحات په کې شامل وي، ژر ترژره عملي کېږي، له ټاکنیز اصلاحاتو سره سم د سیاسي ګوندونو د قانون تعدیل.»
د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو په هوکړه لیک کې ډېری دغه موردونه هم ځای پر ځای شوي وو چې ډېر کم عملي شول.
د بلېګې په توګه، د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک د اصلاحاتو برخه کې لاندې موردونه راغلي وو.
:«د لویې جرګې د ارکانو د بشپړېدو لپاره په ممکن وخت کې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د زمینې برابرېدل، په ممکن وخت کې ژر تر ژره د لویې جرګې د ارکانو د بشپړېدو لپاره د ولایتي شورا ګانونو او ولسوالیو د شوراګانونو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د زمینې برابرول، د قانون د احکامو د پلي کولو او ښاري چارو د ښه والي لپاره د ښاروالیو د ټاکنو ترسره کېدل، په لومړني ممکنه فرصت کې، د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د حکومتي جوړښت د بدلون په موخه د اساسي قانون د طرحې او تعدیل لپاره د پلاوي ټاکل، ټاکنیز اصلاحات چې د بایومېټریک دستګاوو له معیارونو او ټکنالوژۍ نه په ګټې اخیستنې حقوقي، تخینکي او کادري اصلاحات په کې شامل وي.»
د مصالحې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي په دې اړه وویل:«په ځینو نورو مسایلو بوخت وو چې تراوسه د سیاسي هوکړې هېڅ یو بند په بشپړه توګه عملي شوی نه دی.»
په دغه نوي هوکړه لیک کې راغلي دي چې ټاکنیز نظام د بدلون لپاره ټاکنیز اصلاحات د «اېم، ډي، ار» پر بڼې د بحث په پام کې نیولو او یا د کارپوهانو او اساسي قانون په توافق ترسره کېږي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایي رییس یوسف رشید څرګنده کړه:«دوی په خپله د ټاکنو د ناکامېدو لامل شول. لومړی باید په هغه برخه کې خواب ورکړي او له هغې وروسته را دې شي د ټاکنیزو اصلاحاتو په هکله خبرې وکړي.»
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم وايي:«د دې امکان چې دغه سیاسي هوکړه لیک دې، بیاورکړه او حکومتوالي او د خدمتونو وړاندې کول پڅ کړي.»
د دغه سیاسي هوکړه لیک په پای کې د شپږو تنو سترو - ملي - سیاسي پر څارنې هوکړه شوې ده چې د دغه هوکړه لیک د عملي کېدو څرنګوالی وڅاري او له نقضه یې مخنیوی وکړي.