Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي یووالي حکومت د قانوني پړاو پای، خو د سرپرستۍ د ستونزې دوام

د ملي یووالي حکومت قانوني دوره پایته رسېدلې؛ خو په دې حکومت کې د څه باندې پنځو کلونو په تیرېدو سره لا هم د سرپرستۍ ستونزه حل شوې نه ده.

د کابو شل وزارتونو او ریاستونو کارونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، خو دغه چاره د ولسي جرګې د غړو له غبرګون سره مخ شوې ده.

د دغې جرګې غړي وايي چې په حکومتي بنسټونو کې د سرپرستۍ داوم د دې لامل شوی څو د دغو بنسټونو مسوولان ملي شورا ته سم ځواب ونه وايي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د سرپرستانو د کار دوام په دولتي بنسټونو کې د حکومتولۍ پر بهیر یې منفي اغېز کړی دی.

د ولسي جرګې غړی خان آغا رضايي په دې اړه وايي:«داسې وزیران لرو چې کابو څلور کاله کېږي چې سرپرست دي، موږ له ولسمشر سره چې غونډه لرله وې ویل هر ډول چې کېږي تاسې نوماند وزیران معرفي کړئ.»

ولسمشر غني ډېری دغه سرپرستان د نوماند وزیرانو په توګه معرفي کړي او د ملي شورا د غړو په وینا د قانون له مخې دغه نوماند وزیران باید ډېر ژر له ولسي جرګې د باور رایې ترلاسه کړي. 

د ولسي جرګې غړی ګل رحمان همدرد څرګنده کړه:«موږ باید یوه لار پیدا کړو چې ولسي جرګې ته ځواب ویوونکي وي.»

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان وردګ بیا وايي:«اوسني وزیران نه خلکو او نه هم د خلکو استازو ته ځواب ویوونکي دي.»

یو شمېر سیاسي شنوونکي د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافونو شتون، د یوه فعاله پارلمان نشتون او همداراز په سیاسي او ټاکنیزو چارو کې د امتیاز اخیستنې په دولتي بنسټونو کې د سرپرستانو د کار د دوام لاملونه بولي.

سیاسي کارپوه ذکریا ذکریا وویل:«یو وزیر چې انتخابېږي یا باید د پانګوالو د یوې ډلې لخوا یې ملاتړ وشي او یا هم د یوه سیاسي ځواکمن له خوا.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه چې، نوماند وزیران څه وخت د باور رایو ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته معرفي کوي؛ روښانه ځواب نه وايي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود په دې اړه څرګنده کړه:«د قوا د تفکیک اصل، د ملي ګټو او ملي مصالحو پر بنسټ د درېګونو قواوو ترمنځ تفاهم، تعامل او همکاري، د افغان دولت بنسټيز اصول ګڼل کېږي.»

له ملي دفاع، کورنیو چارو، څارګرې ملي ادارې، بهرنیو چارو، مالیې، کانونو او پټرولیم، اطلاعاتو او کلتور، سوداګرۍ او صنایع وزارتونو سربېره، شاوخوا لس نور وزارتونه او لوی ریاستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

شریک یي کړئ