Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملک سلمان د افغانستان کړکیچ د حل لارې موندنې ته هیله من دی

ملک سلمان په جده او مکه کې د اسلامي نړۍ د عالمانو د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې له افغان پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د سعودي او د اسلامي هېوادونو د سازمانونو نوښت به په جګړه ځپلې افغانستان کې د امنیت او ثبات نوې پاڼه راواړوي.

ملک سلمان د سعودي عربستان باچا په جدې او مکې کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د استازو او دیني عالمانو غونډې له پای ته رسېدو وروسته د دې ناستې له افغاني پلاوي سره خبرې اترې وکړې.

هغه ټینګار وکړ افغانستان له ډېرې مودې راهیسې له ستونزو سره مخامخ دی او باید د دې هېواد کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان په دې اړه وویل:« تاسو عالمان په هغو کسانو کې چې د اسلام، مسلمانانو او جګړې د پای او کړکېچ د پای ته رسولو لپاره چې اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده غوره کسان یاست، سربېره پر دې تاسو د افراط پالنې او ترهګرۍ له امله د درد او کړاو په پای ته رسولو کې رول لوبولای شئ.»

په کابل کې هم یو شمېر دیني عالمان او نور هېوادوال د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د دې ناستې له پایلو هرکلی کوي.

ریاض په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې پر خپل رول ټینګار کړی چې سعودي عربستان له لومړنیو هېوادونو و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی وه.

د اسلامي نړۍ عالمانو د عربستان په غونډه کې د افغانانو وژل او ځانمرګي بریدونه ناروا اعلان کړ او له طالبانو او افغان حکومته یې وغوښتل چې اوربند او خبرې وکړي.

شریک یي کړئ