ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش په کابل کې د تېرې ورځې(یکشنبې د غويي۲مه) د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د رایو ورکولو نوم لیکنې پر مرکز برید غندلی دی.
نوموړي د دې برید د عاملانو عدالت ته پر راکاږلو باندې ټینګار کړی دی.
ښاغلي ګوترش د برید غندلو سره ویلي دي جې د یوه غیرپوځي برخې په نښه کول د منلو وړ نه دي، هغه کسان چې دا کار کوي او غواړي چې د ولسواکۍ مخه ونیسي، نو باید د دې کار اجازه ورنکړل شي.
د نوموړي په خبره چې افغانان باید په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
ښاغلي ګوترش همداراز د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کړې ده او د افغانستان دولت سره یې خپل یووالی څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل لویدیځ شپږمې حوزې په سیمه کې د رایو ورکولو لپاره د نوم لیکنې پر مرکز له بریده څو ساعته وروسته د پېښې قربانیانو شمېر زیات شو چې ۵۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او کابو ۱۰۰نور ټپيان دي.
په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په کابو یوه اوونۍ کې دا پنځم برید دی چې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو ترسره کېږي.
تېره اوونۍ شنبې یو شمېر وسلهوال په غور ولایت کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکز برید وکړ چې دوه پولیس او درې کارکوونکي یې له دې مرکز څخه بوتلل.
د پنجشنبې په ورځ د جلال آباد ښار د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې د وسله والو برید کوونکو له خوا دوه تنه پولیس او یو ساتونکی ووژل شول.
د جمعې پر ورځ هم د بادغیس ولایت په نوي کلا کې هم پر مرکز وسلهوالو برید وکړ او یوه پولیس ژوند له لاسه ورکړ.
او د کابل برید سره هممهال د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې چاودنې د ۶ کسانو ژوند واخیست او ۵ نور ټپيان دي.
چاودنه د رایو ورکوونکو مرکز ته نېږدې شوې ده چې په وژل شویو کسانو کې ۳ ښځې او ۲ماشومان هم شامل دي.