ملګري ملتونو سازمان وایي چې د مرستندویه ادارو کارکوونکي نهشي کولی چې د غزني اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په موخه دې ولایت ته ولاړ شي.
د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو چارو د همغږي دفتر ویاند پنس لارک وایي چې، غزني ښار په ماینونو او چاودېدونکو توکو پوښل شوی او له همدې امله مرسته کوونکي ډلې نهشي کولی چې دې ښار ته ننوځي.
هغه د غزني په پنځه ورځنۍ جګړه کې د ۲۰۰ تر ۲۵۰ تنو کسانو د وژلو پخلی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پر غزني ښار د طالبانو له ډلهییز برید او د دغه ښار د ځینو سیمو له نیولو پوره یوه اوونۍ وروسته ولسمشر غني نن دغه ښار ته سفر وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دیوې خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلی غني په خپل دغه سفر کې چې د غزني ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې لپاره تللی، چارواکو ته یې حکم کړی چې د غزني ښار ویجاړې شوې سیمې بیاورغوي.
ولسمشر د دغو برخو د بیارغونې لپاره ۲۰ مېلیونه ډالر ځانګړي کړي او ویلي چې ټول زیانمن شوي ځایونه په اساسي بڼه بیاورغول شي.
طالبانو، د تېرې جمعې پر ګهیځ پر غزني ښار یرغل وکړ او په دغه ښار کې تر چهارشنبې پورې له امنیتي ځواکونو سره ښکېل وو. د شمېرو له مخې څه باندې ۱۰۰ پوځيان او ولسي وګړي په دغو نښتو کې وژل شوي دي.
په دغې موده کې، طالبانو د ښار ډېری برخې وسوځولې – له هغې دلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او په دغه ښار کې ملي راډیو ټلوېزیون.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا څه باندې ۵۰ مېلیونه ډالره یوازې خصوصي برخې ته زیان رسېدلی دی.
خو ولسمشر په غزني کې د خصوصي برخې د زیانونو د جبران په اړه څه ونه ویل.
له بلخوا، ولسمشر پر غزني ښار د طالبانو د برید د څرنګوالي په اړه، ویلي چې «د غزني د توطیې عمق دې د ملي امنیت له خوا وڅېړل شي او کمزوري ټکي دې څرګنده شي.»
هغه همدرانګه حکم ورکړی چې د غزني ښار د امنیت د لا تامین لپاره باید ډېرې امنیتي حوزې رامنځته شي.
له دې سره په ورته وخت کې د ملي پوځ لوی درستیز شریف یفتلي ویلي چې په غزني کې چاڼيز عملیات جریان لري او اوس ښار خپل عادي حالت ته راستون شوی دی.