Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه: د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې ګواښونه لا هم شته

د افغانستان په اړه د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ کلنی رپوټ ښيي چې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو په ګډون د ټولنې خلک لا هم له ګواښونو او محدودیتونو سره مخ دي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې یونما او د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په لړ کې د خلکو پر امنیت او خوندیتوب څارنه کړې ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ:«د رسنیو پر کارکوونکو او د ښځو د حقونو په برخه کې پر فعالانو د دولت ضد عناصرو له خوا بریدونه د مدنې ټولنې په وړاندې د ننګونو ښکارندوي کوي. د بشري حقونو دفاع کوونکي همدارنګه د امنیتي چارواکو له خو له نیولو او ګواښو سره د اړوند جرم له مسایلو سره مخامخ وو. رپوټ کې همدارنګه راغلي چې د دولت ضد عناصر خبریالان او د رسنیو بنسټونه یې له ګواښ، بریدونو او په څرګنده وژنو سره مخ کړي دي، او په دې لړ کې ځينې مشخصې رسنۍ یې پوځي موخې بللي دي.»

دوه ټلوېزیوني شبکې، چې په کابل کې شمشاد او په ننګرهار کې د افغانستان راډیو ټلوېزیون د داعش ډلې له خوا په نښه شوي، په داسې حال کې چې په غور کې هم په یوې سیمه‎ییزې راډیويي شبکې برید شوی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، په ۲۱۰۷ زیږدیز کال کې د درې خبريالانو په ګډون د رسنیو ۱۴ کارکوونکي وژل شوي دي.

په رپوټ کې همدارنګه راغلي چې له دې ډلې، د هغوی څلور تنه په ننګرهار کې د افغانستان پر راډیو ټلوېزیون په برید کې په نښه شوي. یو تن یې په بغلان کې د ناپېژانده کسان له خوا وژل شوی او څلور تنه نور یې په کابل کې د پارلمان پر ټلوېزیون د ځانمرګي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.

رپوټ لیکي چې د دولتي او سیمه‎ییزو زورواکو کسانو په اړه د خبریالانو د وهل ټکولو، نیولو، ځورونې او د اطلاع رسونې زمینه یې پرې محدود کړې ده.

په دغه رپوټ کې راغلي:«ینواما او او اچ سي اچ ار همدارنګه په ۲۰۱۷ کال کې د خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو په وړاندې د ګواښونو پخلی کړی چې د وېرې یوه فضا یې رامنځته کړې او د کار په ترسره کولو کې یې د هغوی ځواک محدود کړی. دغه بنسټ د داشان ګواښونو ۲۲ بلګې ثبت کړې دي. تر ډېره د دولتي ضد عناصرو له خوا، په مرکزي، سوېلي، شمال ختیځ او سوېل ختیځ کې ترسره شوي دي.»

دغه رپوټ چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړنۍ او د نومبر ۳۰ نېټه په ځان کې رانغاړي، د چهارشنبې په ورځ په ژنف کې خپر شوی او د عالي کمېشنرۍ دفتر له همغږۍ سره د یونما تخنیکي کار او همکاري یې په ټولیزه توګه څېړلې ده.

شریک یي کړئ