Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م:د سولې له هوکړې وروسته دطالبانو تاوتریخوالی دوه سلنه زیات شوی

ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې وايي چې په تېرو درې میاشتو کې یعنې له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د دغې ډلې له خوا تاوتریخوالی دوه سلنه زیاتوالی موندلی دی.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه رپوت تر راتلوونکو درې ورځو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړل شي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د درې میاشتو په اوږدو کې ۵۵۴۳ بریدونه په افغانستان کې ثبت شوي دي.

د دغه رپوټ په بله برخه کې راغلي دي چې هوايي بریدونه ۴۷ سلنه کم شوي دي.

ورته مهال د ملي امنیت شورا هم وايي چې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې، ۴۲ ولسي وګړي د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د طالبانو د تاوتریخوالي په پایله کې وژل شوي او ۱۰۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

ملګرو ملتونو سازمان د افغانانو ترمنځ خبرې په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره یو تاریخي فرصت ګڼي او تمه لري چې دغه خبرې اترې پیل شي.
 
له دې سره هم مهاله د سولې د مرکچي پلاوي ځینو غړو په دې تړاو د خلکو له استازو سره سلامشورې پیل کړي دي.

د مرکچي پلاوي یو غړی نادر نادري وايي چې له طالبانو سره په خبرو کې د خلکو یوه اصلي غوښتنه د جمهوریت ساتل او د هېواد د وسله والو ځواکونو د جوړښت ساتل دي.

د حکومت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري څرګنده کړه:«همدا نظام د نظام په توګه او د هغه اساسي ستنې لکه ملي اردو، ملي پولیس هغه خبرې دي چې ټولو ملک صاحبانو همدا خبرې کړې ده چې دا وساتو.»

د طالبانو د ټولو بندیانو نه خوشي کېدل د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو په پیلېدو کې د ځنډ یو لامل بلل کږي؛ خو د افغان حکومت د مر کچي پلاوي یوه بله غړې اصلي ستونزه د کورونا ویروس خپرېدا بولي.

د حکومت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي:«کورونا او د ناروغۍ بحث په ځانګړې تګه هغه هېوادونه چې کوربه دي، د کورونا په اړه د هغوی د قوانینو او مقرراتو جدیت، د مذاکراتو د نه پیلېدو دلیل دی.»

حکومت وایي چې تر اوسه یې څه باندې ۳۶۰۰ طالب بندیان د سولې د خبرو د پیلېدو او دغه راز د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خوشي کړي دي؛ خو وايي چې طالبانو پر خپلو ژمنو لږ عمل کړی دی.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه څرګندوي:«موږ مهم ګامونه پورته کړي دي؛ د طالبانو ډېر شمېر بندیان ازاد شوي د دې لپاره چې سوله وشي او نور تاوتریخوالی نه وي، او اوس دا په طالبانو پورې اړه لري چې زموږ د اقداماتو په تناسب هغوی کوم ګامونه پورته کوي.»
     
د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر اغا هم وايي:«دا اختلافونه دوام لري. طالبانو د خپلو ټولو بندیانو ازادېدل غواړي خو حکومت وايي چې درې زره بندیان مو ازاد کړي او نور به یې په دوام کې ازاد کړو.»

د طالبانو ویاند د ملګرو ملتونو سازمان د دغه رپوټ له ردولو سره وايي چې د طالبانو بریدونه له سل سلنې څلوېښت سلنې ته راکم شوي دي.

شریک یي کړئ