د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د دغه سازمان په ۷۳مې غونډه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ په پاره د دغه هېواد وړاندیز شوی پرېکړه لیک تایید کړ.
خو په دې مجمع کې د حاضرو ۱۲۷ هېوادونو له استازو نه ۱۲۴ هېوادونو مثبته رایه او روسیې لېبیا او زېبمبابوې ممتنع رایه ورکړه.
د ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې استازی دغه پرېکړه لیک ته د موافقې رایې د نه ورکولو لامل په تړاو وايي چې د هغه په متن کې د افغانستان ناسم تصویر ورکړل شوی دی ځکه د نوموړي په وینا د دغه هېواد وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وویل:«موږ د دغه پرېکړه لیک په متن کې د مسکو رول او مشورو د ځینو پلاوو له نه لېوالتیا چې د افغانستان سولې د خبرو لپاره مهمې دي نهیلې شوي یوو.»
خو د افغانستان استازی د روسیې د اسازي د دغو نیوکو په ځواب کې وایي چې کابل د افغان سولې د ټينګښت له هر راز هڅو ملاتړ کوي خو د مسکو د غونډې یوه ستونزه دا وه چې روسیې مسکو ته د طالبانو د څلورو غړو د سفر لپاره د ملګروملتونو له سازمان نه د اجازې غوشتنه نه وه کړې .
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل وايي:«په داسې حال کې چې د مسکو غونډه یو پرمختګ و، خو په داسې ډول جوړه شوه چې د روڼتیا له اصولو سره په ټکر کې ده، ځکه د طالبانو د پنځو هغو غړو نه چې مسکو ته یې سفر وکړ، د څلورو تنو نومونه یې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي. د هغوی سفر د ملګرو ملتونو سازمان کې د طالبانو د بندیزونو د کمېټې له معافیت پرته ترسره شو.»
خو داسې برېښي چې ستر هېوادونه لا هم د افغانستان د جګړې د پایته رسېدو د څرنګوالي په تړاو یو ډول دریځ نه لري.
بل پلو روسیه خبرداری ورکوي کهچېرې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان واقعي تصویر په پام کې ونه نیسي او د دغه هېواد په تړاو پرېکړه وکړي؛ د جګړې د پایته رسولو هڅې به له خنډ او ځنډ سره مخ شي او دغه راز به د دغه سازمان اعتبار به هم کم شي.