Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م کلنی رپوټ: افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد دی

ملګرو ملتونو سازمان په کلني رپوټ کې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی هیواد بللی دی.
 
د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۹ز کال کې له درې زور زیات ماشومان د بېلابېلو پېښو پر مهال افغانستان کې وژل شوي دي، او دومره نور ټپیان شوي دي.
 
بلخوا په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ بنسټ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په افغانستان کې د جګړې ډېری قرباینان ماشومان دي. 

په دغه رپوټ کې د څه باندې ۱۲۰۰ ماشومانو د مرګ ژوبلې مسوولیت پر طالبانو او د شاوخوا ۱۰۰۰ نورو ماشومانو د مرګ ژوبلې مسوولیت پر دولتي ځواکونو وراچول شوی دی.

د ماشومانو د ملاتړ بنسټ ویانده مریم وايي:«د نښتو او جګړې پر مهال باید ماشومان خوندي وي او د ماشومانو په اړه باید نړیوال قوانین په پام کې ونیول شوي او همدارنګه باید دایمي او تلپاتې اوربند او د تاوتریخوالي کموالی رامنځته شي چې ماشومان خپلو بنسټيزو او لومړنیو حقونو ته ورسېېږي.»

امنه یوه له هغو ماشومانو ده چې، تر پیدا کېدو وروسته مور یې په یوه برید کې ووژل شوه.

دغه ماشومه هم د کابل په دشت برچي سیمه کې پر سل بستریز روغتون د وسله والو برید په پایله کې ټپي شوې ده.

د امینه پلار رفیع الله په دې اړه وویل:«دا چې یو ماشوم پیدا کېږي لومړی یې کورنۍ په یوه ښه وخت کې په غوږ کې اذان کوي په اسلامي هېوادونو کې زموږ دود دا دی چې ماشوم پیدا شي هغه ته په غوږ کې اذان کوي خو دلته د اذان پر ځای ډزې کېږي موږ چې هر څه کوو هغه وېرېږي.»

له دې سره سم، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د ماشومانو له وضعیته د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، یوازې د روان زیږدیز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې د بېلابېلو بریدونو له امله ۹۱۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړی نعیم نظري په دې اړه څرګندوي:«د ۲۰۲۰ز کال په شپږو لومړنیو میاشتو کې ۹۱۰ تنه ماشومان وژل او ټپي شوي دي چې له هغې ډلې ۱۸۴ تنه وژل شوي او ۷۲۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.»

ورته مهال د ملي امنیت شورا دفتر په یوې اعلامیې کې طالبان یې د ماشومانو د عام وژنې اصلي عاملین بللي؛ خو طالبانو تل دولتي ځواکونه او په ځانګړي توګه هوايي بریدونه ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اړولو عاملین بللي دي. 

د ملګرو ملتونو سازمان په کلني رپوټ کې د څه باندې ۱۲۰۰ ماشومانو د مرګ ژوبلې مسوولیت پر طالبانو او د شاوخوا ۱۰۰۰ نورو ماشومانو د مرګ ژوبلې مسوولیت پر دولتي ځواکونو وراچول شوی دی.

شریک یي کړئ