Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مولوي حنفي:ټاکل شوې د روانې میاشتې تر پایه د سولې هوکړه لاسلیک شي

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي چې ټاکل شوې د روانې زیږدیزې میاشتې تر پایه د سولې هوکړه لیک د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شي.

ښاغلی حنفي ټینګار کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته رسېدلي او دواړه لوري د دغه هوکړه لیک د لاسلیک د ورځې لپاره چمتووالی نیسي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې اړه وویل:«داوړو لورو په دې اړه هوکړه کړې چې دغه هوکړه لیک به د همدغې میاشتې تر پایله به لاسلیک شي.»

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت طرحې د عملي کېدو له رسمي اعلانه مخکې به د امریکا او طالبانو استازي د دغې طرحې په هکله خبرې اترې وکړي او وروسته به د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمښت طرحه په رسمي توګه اعلان شي.

تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې له لاسلیکه لس ورځې وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

بلخوا اجراییه رییس د تاوتریخوالي د کمښت طرحې عملي کېدل په افغانستان کې تازه فصل بولي، خو د دغې طرحې عملي کېدل د کار پای نه ګڼي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل:«انشاالله چې د افغانستان د یوه نوي فصل پیل وي، خو دا د کار پای نه دی.»

اسلام اباد چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د څلویښت کاله اوسېدو په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربتوب کوي، افغانستان کې د سولې ټینګښت ته هیله من دي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دې اړه څرګندوي:«ټول باید هیله من د واوسو چې د افغانانو اوږدمهاله کړاونه په سوله بدل شي، موږ به د دې موخې لپاره هر کار وکړو، اوس هم دغه کار ته د اسانتیا د برابرولو په موخه هر کار
کوو.»

د ملګروملتو سازمان عمومي منشي هم هیله څرګندوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت به په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاره پرانیزي.

د ملګروملتو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترس وايي:«هیله من یم رغنده خبرې وشي چې په پایله کې یې تاوتریخوالی په تېره بیا هغه تاوتریخوالی چې ملکي خلکو ته په کې زیان رسېږي کم شي، د تاوتریخوالي کمښت د سولې د
اوږدمهاله موافقې او دایمي اوربند لپاره ډېر مهم دی.»

له دې سره سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم اوس په اسلام اباد کې دی او د افغانستان د سولې په اړه له پاکستان چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی.
 
شریک یي کړئ