Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مک‎کین د ټرمپ لخوا افغانستان په اړه د کړنلارې اعلان ستایي

د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د نوې تګلارې اعلان په اړه د غبرګونو په ترڅ کې، د دې هېواد د سنا د تسلیحاتي خدمتونو د کمیټې مشر، جان مکین نن (سې شنبې د زمري۳۱) وایي چې د ولسمشر، دونالډ ټرمپ دا کار ستایي.

د مکین په وینا، د دې تګلارې د اعلانولو ځنډ په افغانستان کې د طالبانو د خطرناکو پرمخګتونو لامل شوی وه.

مکین همداراز زیاتوي چې د امریکا اوسنۍ تګلاره د پخواني ولسمشر، بارک اوباما د حکومت په څېر نه دی.

دی زیاتوي چې د اوباما حکومت د ترهګرو ما ته په یو ډول ځنډولې وه او دا تګلاره د د نوموړې ادارې په شان د وخت پربنسټ طرحه شوې هم نه ده، یعنې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل د افغانستان امنیتي شرایطو پورې تړاو لري.

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې به د امریکا پوځي حضور د سپټامبر د یوولسمې پيښې په شان د هر ډول برید مخه ونیسي.

له دې سره، د امریکا د سنا د تسلیحاتي خدمتونو د کمیټې غړی مایک تونر هم وایي، ټرمپ روښانه کړه چې ډېر ژر به له پوځ سره د مرستې په موخه ګام پورته کړي.

خو د امریکا د ولسي جرګې د استخباراتي کمیټې ډیموکرات غړی، ایریک سوالویل وایي چې په ټرمپ باور نلري، ځکه د هغه په باور په افغانستان کې۱۶ کلنې جګړې بس دي او اوس د دې وخت رسیدلی چې ټرمپ په افغانستان کې د ډېرو اقداماتو لپاره د کانګرس رایو ته مراجعه وکړي.

له دې سره بل امریکایي سناتور تیم کین ټینګار کوي چې امریکا باید په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړی وایي، امریکا اړتیا لري څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا ځلې د ترهګرو د روزلو په هغه ځای بدل نشي چې امریکا ته زیان رسوي.

سناتور کین همداراز زیاتوي چې، امریکا باید ډاډ ترلاسه کړي هغه څه چې په افغانستان کې تېریږي په دې هېواد کې پاتي کېږي او بهر ته سرایت نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ نن د کابل پر وخت سهار پنځه نیمې بجي اعلان کړه

د افغانستان په اړه د امریکا کړنلارې خبر لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ

شریک یي کړئ