په میدان وردګو کې د توغندي لګېدو له امله درې تنه مُلکیان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یوه ټیوټ په لیکو سره ویلي چې دا پېښه د نرخ ولسوالۍ په بازي خېلو کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو یوه توغول شوی توغندی په یوه کور ولګېد.
د هغه په وینا، د دغې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.