طلوع نیوز ته یوه سرچینه وايي چې د میدان وردګو پر والي نن(یک شنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) ځانمرګی برید شوی دی، خو والي ته زیان نه دی اوښتی.
سرچینه همداراز وايي برید په داسې حال کې شوی دی چې د میدان وردګو والي، مظفرالدین یمین د پولیسو مرکز کې جوړو شویو مراسمو ته ورتلو.
سرچینه زیاتوي چې برید د موټر بم په مرسته شوی او په پایله کې یې درې پولیسو ژوند له لاسه ورکړی او د والي دوه ساتونکي ټپیان دي.
دغه برید له غرمې وروسته کابو دوې نیمې بجې شوی دی.
په همدې حال کې د والي ویاند، محب الله شریف زی څرګندوي چې پېښه کې والي او ساتونکو ته یې زیان نه دی اوښتی.
ښاغلی شریف زی زیاتوي چې په پېښه کې دري ملکي کسان وژل شوي دي.