افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان، سکاټ مېلر وايي طالبان نشي کولی له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتو په تمه کيني.
دا امریکايي قومندان زیاتوي چې طالبانو ته تر ټولو ساده غوراوی پخلاینه او د افغانستان بیا رغونه کې ونډه اخیستل دي.
هغه ټینګار کوي چې د داعش خراسان څانګه، القاعده او نورې ترهګرې ډلې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه نلري او امریکايي او افغان ځواکونه به یې د ايډیا لوژیو شنډولو لپاره مبارزه کوي.
ښاغلي میلر له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د افغان ځواکونو روزنه په ځانګړې توګه د هوايي ځواک په پراختیا او همداراز د ګاونډیو هېوادونو په همکاریو ټينګار وکړ.
ده همداراز زیاته کړه چې له ۲۰۰۱ زیږدیز کال له پیله افغانستان کې د ناټو او ائتلاف ځواکونو ۱۱۰۰ سرتېري له لاسه ورکړي دي.
میلر وړاندې وویل:«دا یوازې یوه جګړه یا د امریکا ستونزه نه ده. ترهګر په لندن، مادرید، پاریس، نیس، بالي، فلیپین، د هند په بمبی او نورو ښارونو کې ژوند کوي.»
افغانستان کې بهرنیو ځواکونو قومندان زیاته کړه:«د روزنې او مشورې مامویت مرسته کوي چې افغان ځواکونه له دښمن سره مبارزه وکړي. دوی هڅه کوي چې د ټیکاو لپاره امنیت تامین کړي. دا لامل کېږي چې خلک ترهګرو ته امن ځایونه ورنکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو او امریکا متحده ایالاتونو ځواکونو ژمنه کړې تر څو د ټاکنو د امنیت په تامین کې د افغان ځواکونو مرسته وکړي.
له بلې خوا یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې افغان ځواکونه لا ډېرې روزنې ته اړتیا لري او همداراز د هوايي ځواک پر پیاوړتیا ټینګار کوي.