Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میلي: له طالبانو سره هوکړه د دغې ډلې په چلند پورې تړاو لري

د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز، مارک میلي وايي له طالبانو سره هوکړه د دغې دلې حالت او چلند پورې تړاو لري.

هغه د امریکا دفاع وزیر سره د دغه هېواد ولسي جرګې تسلیحاتي کمېټې ته د ځواب ویلو پر مهال زیاته کړې که طالبان خپل دریځ بدلوي نو د واشنګټن دریځ به هم پر خپل ځای پاتې نشي.

ښاغلی میلي زیاتوي:«څو کاله کیږي چې پوځي بندون کې یوو. موږ به طالبانو ته له پوځي اړخه ماته ورنکړو او دوی هم افغانستان دولت ته له پوځي لارې ماته نشي ورکولی، نو د دغه حالت پایته رسولو لپاره د خبرو له لارې هوکړه ده، هغه څه چې اوس دوام لري او هغه د تاوتریخوالیو کمښت دی. زه یې سل په سلو کې ملاتړ کوم.»

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر، مارک اسپر وايي چې له طالبانو سره د هوکړې اصلي موخه له افغانستانه پر امریکا د بریدونو مخنیوی دی.

اسپر زیاتوي:«معیار دا دی چې پر امریکا به د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره نه کارول کېږي. له طالبانو سره هوکړه په شرایطو پورې تړاو لري.»

همداراز د امریکا د کانګرس غړی، چیني له طالبانو سره د هوکړې د پټو اړخونو په تړاو پوښتنه کړې او مارک اسپر یې په ځواب کې وايي:«زه له دې خبر نه یم. هڅه کوو په راتلونکو ورځو کې د سولې هوکړې په تړاو  جزيیات وړاندې شي. خو له پټو اړخونو خبر نه یم. غواړم دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت ته راجع کړم.»

تمه کېږي چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره تر هوکړې وروسته تر اوړي پورې له افغانستانه خپل نېږدې پنځه زره سرتېري وباسي او اته زره او شپږ سوه به یې د هوکړې جزییاتو په عملي کېدو سره له افغانستانه ووځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه