Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میک: د فساد د دوو مهمو رپوټونو خپرېدل په ارګ کې له ځنډ سره مخ شوي

د میک یا له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې د دارالانشا رییس وایي چې د عامه تدارکاتو او مالیې وزارت د زیانمنۍ په تړاو دوه مهم رپوټونه څو میاشتې وړاندې وروستي شوي دي؛ خو له پنځو میاشتو راهیسې د بېلابېلو لاملونو له مخې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پر دغو رپوټونو بحث نه کېږي او له ځنډ سره مخ شوي دي.

میوند روحاني وايي چې د دغو پنځو میاشتو په اوږدو کې په ځلونو له ولسمشرۍ ماڼۍ او د قانون د حاکمیت له شورا غوښتي دي چې د دغو رپوټونو په تړاو بحث او خبرې وشي خو تراوسه نه دي شوي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمټې د دارالانشاء رییس  میوند روحاني زیاتوي:«ولسمشرۍ ماڼۍ او د قانون د حاکمیت شورا ته د هغو پرله پسې ټينګار پر بنسټ، موږ ته ژمنه وشوه چې په روانې اوونۍ او یا هم راتلوونکې اونۍ کې پر دغو رپوټونو بحث وشي.»

د روڼتیا د څار بنسټ، له فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې د رپوټونو په خپراوي کې ځنډ د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د حکومت د جدي هوډ نشتوالی بولي.
 
د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ رییس اکرام افضلي وايي:«د څار او ارزونې کمېټې د رپوټ خپرولو مخنیوی په خپلواکو ادارو کې د حکومت څرګنده لاسونه ده او دا له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت د جدي ادارې نشتوالی ښيي.»

اخوا د ولسمشر د حکم یو نقل چې طلوع نیوز ته رسېدلی دی، ښيي چې الهام عمر هوتکي هغه مهال چې د چارو ادارې سرپرست هم و؛ د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې رییس یې د هېواد د ګمرکونو ادارې ته وړاندیز کړ او ولسمشر دا وړاندیز منظور کړ.

خو د څارنې او ارزونې کمېټې رییس وایي چې هغه له دغه وړاندیزه خبر نه و.
 
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړی جاوېد صافي وویل:«دا یوه لویه موضوع ده چې الهام عمر هوتکي د یوه رپوټ نه د خپرېدو په بدل کې یو کس د ګمرکونو په څېر یوې مهمې ادارې ته معرفي کوي. د مالیې وزارت د درې مهمو برخو جلا کول او د هغه لېږد د چارو ادارې ته هم د دوی کار دی.»

په دې تړاو د تدارکاتو ادارې له ځواب ویلو ډډه وکړه. خو ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه پيغام په رالېږلو سره وایي چې دا رپوټونه تر څېړنې لاندې دي او د حکومت مشرتابه د هر اړخیزو اصلاحاتو په تېره بیا د بیخ بیناوو، عوایدو، ګمرکونو، له فساد سره د مبارزې او د زورواکو او مافیا د لاسوهنې د مخینوي لپاره کار کوي.

د څارنې او ارزونې د کمېټې د لومړنیو رپوټونو د معلوماتو له مخې د زیانمنۍ ۵۰ مورده د عامه تدارکاتو او زیانمنۍ۸۰ مورده د مالیې وزارت په عوایدو او ګمرکونو کې په ګوته شوي دي.

شریک یي کړئ