له نشهيي توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي،نن په کابل کې د هغه غونډې په ترڅ کې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه جوړه شوې وه،وویل چې د نشهيي توکو هر روږدي کس تاوتریخوالی خپل کورنۍ ته وړي او له ماشومانو او مېرمنو څخه قرباني اخلي.
سلامت عظیمي زیاته کړه چې په هېواد کې څه باندې یو مېلیون ځوانان او پېغلې په نشهيي توکو روږدي دي.
هغه وايي چې په هېواد کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو شمېر درې نیم مېلیون تنه بولي او زیاتوي په نشه اخته هر یو کس په یو ډول تاوتریخوالی خپلې کورنۍ ته لیږدوي.
له نشهيي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي څرګنده کړه:«په هېواد کې درې نیم مېلیونه تنه په نشهيي توکو روږدي دي چې له دغې ډلې یو نیم مېلیون یې ځوانان او پېغلې دي او کابو درې سلنه یې ښځې دي.»
د ښځو چارو وزارت د ښځو پرخلاف تاوتریخوالي سره د مبارزې په کار کې د بېلابېلو ادارو همغږي اغېزمنه بولي.
د ښځو چارو وزیره وايي:«د ښځو چارو وزارت د څارونکي بنسټ په توګه د ټولو هغو کارونو څخه چې د ښځو په اړه ترسره کېږي،د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تګلارې،څخه به په کله څارنه وکړي.»
د مېرمن غني سلاکاره زهره یوسف وايي:«د نن ورځې تاوتریخوالی له بدترینو تاوتریخوالیو څخه دی.کله چې یو نرینه کولای شي پر یوې ښځې تاوتریخوالی وکړي او د هغه پوزه پرې کړي؛ژوندۍ وسوځوي،نو د هغه کس روحي حالت ښه نه دی.»
له بلخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هغو نجونو ته په جبري توګه د نشهيي توکو د ورکولو خبر ورکوي چې له وخته مخکې واده کولو ته اړایستلې کېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیاله جمیله افغان څرګنده کړه:«یو څېړنه چې موده وړاندې ترسره شوې وه،له وخت څخه مخکې د نجونو د ودونو او پایلو په اړه وه د هېواد په شمالي ولسوالیو کې هغه نجونې چې له وخت څخه مخکې په اجباري توګه واده کېږي،ځکه چې د هغوی فیزیکي وجود او ذهنیت ګډ ژوند ته چمتو نه وي،د دغه کار لپاره هغوی ته نسوار او یا هم د نشهيي توکو نور ډولونه په اجبري توګه ورکول کېږي.»
په داسې حال کې چې په هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاتریخوالي کچه زیاته شوې خو حکومت د دوشنبې په ورځ پر ښځو د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې د تګلارې د برابرولو خبر ورکړ او ژمنه یې وکړه چې په عملي کېدو سره به یې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په هېواد کې د مېرمنو په وضعیت کې ښه والی راشي.