Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مېلر د ټاکنو امنیت تامین لپاره د امنیتي بنسټونو همغږي ستايي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان په بریالي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت تامین راز د امنیتي بنسټونو ترمنځ ښه همغږي بولي.

جنرال سکاټ مېلر څرګندوي چې د افغانستان دفاع کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست ترمنځ همغږي په تېرو څلورو ټاکنو کې سارۍ نه درلود.

دی زیاتوي چې پر یو شمیر ولایتونو بریدونه او په لویو ښارونو کې  پیچلي بریدونه د طالبانو موخه وه، خو امنیتي ځواکونو هدف ته د دې ډلې د رسیدو مخه ونیوله:«ما په دوه زرو نهم کال کې ټاکنې ولیدې، ما د دوه زرو څورلسم کال ټاکنې او د دوه زرو اتلسم کال پارلماني ټاکنې هم ولیدې.د چمتوالي له پلوه په دغو ټاکنو کې ځينې مشابهتونه وو ؛ خو هغه څه مې چې په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې ولیدل د امنیتي ځواکونو د مشرتابه یوالی و. وزیر خالد او وزیر اندرابي او د ملي امنیت رییس ضیا سراج په ګډه کار وکړ، هغوی په ټول هېواد کې دولایتونو او محلونو په کچه سرچینې له یو بل سره شریکې کړې.»

 جنرال سکاټ میلر  د خپلو خبرو په بله برخه کې وایي چې تر اوسه یې له پنټاګون نه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو  امر نه دی ترلاسه کړی.

په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان په دې اړه وړاندې وايي:« موږ تل د خپلو ځواکونو د وضعیت د ارزولو په لټه کې یو او زموږ حضور په ګواښونو او د افغانستان د خلکو په غوښتنې پورې تړلی دی. نو موږ دغو اصولو ته دوام ورکوو. زه ناټو او متحده ایالتونو ته لا هم هغو ګواښونو ته چې اوس په افغانستان کې دي په کتو وړاندیزونه کوم.»

دغه امریکايي پوځي خبرې د افغانستان د جګړې د پایته رسیدو یوازینۍ لار بولي.

دی زیاتوي:«د افغانستان خلکو ته زموږ پيام دادی چې اوسني تاوتریخوالي له څلویښتو کلونو راهیسې دوام لري. د افغانستان خلک د دغو تاوتریخوالیو د درېدو مستحق دي. بیلابیل لوري له یو بل سره خبرې کوي. زه باور لرم چې چې یوه سیاسي حل لاره نه یوازې داچې یوه اړتیا ده بلکې زما له نظره سوله د خلکو اراده هم ده، خو له دې سره سره به  افغان امنیتی ځواکونه  د خلکو دفاع او د عملیاتو ترسره کېدو ته چمتو وي.»

 جنرال میلر وایي چې په وروستیو اوونیو کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو زیاتوي چې دوی یې د مخنیوي په هڅه کې دي.

دی زیاتوي چې تر اوسه یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د کمولو په موخه کوم امر نه دی ترلاسه کړی.

شریک یي کړئ